طالبانو نن د دولتي چارواکو درۍ ادعاوې پروپاګند وبللې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۰)

له معمول سره سم دولت پلوي او طالب ویاندویان په ورځنۍ توګه د لسګونو پیښو پړه پر غاړه اخلي او یو او بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي، خو د تیر په خلاف نن دولتي ویاندویانو او چارواکو په دریو بیلابیلو پیښو کې د ۱۱۸ طالبانو د وژل کیدو ادعا وکړه چې طالب ویاند ټولې په جلا جلا توګه رد کړې.
د ورځې په پیل کې د ملي دفاع وزارت ادعا وکړه چې له پرون راهیسې يې په ټول هیواد کې ۵۸ تنه وسلوال طالبان وژلي او ګڼ نور ټپیان دي.
تر دې ادعا څو شیبې وروسته طالب ویندوی ذبیح الله مجاهد غبرګون وښوده او د یادې ادعا د رد تر څنګ یې وویل چې

“ دښمن په هغه موقف کې نه دی چې دومره تعداد مجاهدین شهیدان کړل شي“

نوموړي وویل، دولتي چارواکي له خپلو تلفاتو د توجه اړولو په موخه دا ادعاوې کوي.
څو شیبې وروسته د کندهار د امنیې قوماندانۍ چارواکو خبر ورکړ چې د دغه ولایت د معروف ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو یو موټر چې له منفجره توکو ډک و، د دوی په منځ کې یې چاودنه کړې او نږدې ۴۰ تنه طالبان یې وژلي، خو طالب ویاند له دې پیښې چورلټ انکار وکړ او زیاته یې کړه چې “هلته هيڅ داسې پيښه نه ده شوي، دښمن د داسې آوازو اچولو په وسیله غواړي خپل عسکر له تيښتې را وګرځوي“

دغه راز د ورځې په وروستیو کې د بلخ  د شاهین قول اردو ویاند ادعا وکړه چې دبدخشان جرم ولسوالۍ په دره خستک سیمه کې يې ۱۸ تنه طالبان وژلي، مجاهد دا خبر هم پروپاګند وباله او پر خپله ټویټرپاڼه یې ولیکل چې هلته هيڅ داسې کومه پيښه نه ده شوي او په وینا یې چې “چارواکي د داسې افواهاتو له لارې غواړي خپلو مورال پریوتو عسکروته کاذبه روحیه ورکړي“.
باید وویل شي چې افغان چارواکو د غزني په دهیک کې هم ګڼ شمیر طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې، خو د سیمې خلک او طالبان وایي چې دې نښتو کې ۳ امریکایان ۷ کمانډویان او څو تنه عام وګړي وژل شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close