طالبانو هغه دوه تنه نيولي چې ځانونه يې د اسلامي امارت استازي معرفي کول

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۹)

طالبانو د ملاسخي داد او عبدالمالک په نوم هغه دوه تنه نيولي چې ځانونه يې د اسلامي امارت د مذاکراتي ټيم استازي معرفي کول او د دغه نامه لاندې يې بهرنيو هېوادونو ته سفرونه کول.

طالبانو په خپله رسمي ويب پاڼه الاماره باندې د يادو کسانو ويډيو خپره کړې او ويلي يې دي چې (د ملاسخي داد او عبدالمالک فتاحي په نوم دوه تنه هغه جعل کاران چې اسلامي امارت ته په دروغو منسوب جعلي اسناد ورسره وو له خپلو ټولو اسنادو سره ونیول شول).

په خپره شوې ويډيو کې د ملاسخي داد په نوم يو تن وايي، چې دی د کندهار ولايت د ژيړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي چې دوه ځلې د خپلو مشرانو په جعلي لاسليکونو او اسنادو د  شخصي- مالي ګټو د ترلاسه کولو لپاره ايران ته تللی، درې ځلې ترکمنستان ته تللی او د خپلو مشرانو جعلي خطونه يې وړي او ځان يې د اسلامي امارت استازی معرفي کړی دی.

نوموړي په دغه ويډيو کې خپل پاسپورټ ښودلی چې د خپلواک په نامه دی او د ايران، ترکمنستان ويزې پکې لګېدلي دغه راز هغه خطونه هم پکې ښودل کېږي چې د طالبانو د مشر ملا هيبة الله او د هغه د مرستيال ملایعقوب جعلي لاسليکونه پرې شوي دي.

سخي داد وايي، چې نوموړي دغه خطونه د عبدالمالک په نوم يوه کس ته هم ورکړي چې نوموړي د طالبانو په نمايندګۍ له عطامحمد نور، او د تجارت د پخواني وزير ستار مراد سره کتلي دي زياتوي چې (دا زما غلطيانې دي، له ټولو مشرانو څخه، له ټولو مجاهدينو څخه بخښنه غواړم، په ټول ژوند کې به بيا داسې کار ونه کړم).

په ويډيو کې دوهم کس عبدالمالک د عبدالفاتح زوی چې د بلخ اوسېدونکی وايي، د سخي داد په نوم يوه تن راته د طالبانو د مشرانو په نوم خط راوړ ما هم د سياسي ګوندونو له مشرانو، او د سولې پروسې سره د هغه د ناستې زمينه برابره کړه.

 عبدالمالک وايي، د ستار مراد او عطانور په واسطه يې د سولې شورا د دارالانشاء رئيس اکرم خپلواک سره وليدل خو نوموړی زياتوي وروسته د مولوي اغاجان په نوم يوه تن راته وويل چې دغه کس او استازي جعلي دي خپل کار دې ودروه.

نوموړی وايي، زه په دې نه وم پوه چې دغه خطونه او دغه کس جعلي دي زياتوي که زه پوه وی هيڅکله به مې هم دا کار نه وای کړی او د طالب مشرانو څخه يې غوښتي چې ويې بخښي او هيڅکله به بيا داسې کار ونه کړي.

طالبانو ويلي، دغه کسان د اسلامي امارت د مجاهدینو له خوا نيول شوي او تر نورو څېړنو لاندې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو د استازو په نوم له دولتي چارواکو سره جعلي رابطې کېږي بلکې تر دې مخکې هم ورته ډول ډيرې پېښې شوي چې د دولتي چارواکو په ګډون له امريکايي چارواکو سره د طالبانو په نوم جعلي مذاکرات شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close