طالبانو وايي، تيره مياشت ۸۲۰ دولتي منسوبينو دندې پرېښي او دوی سره يوځای شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۷)

طالبان وايي، په تيره سپتمبر مياشت کې د دولت (اته سوه شل) مسنوبينو دندې پريښي او له دوی سره يوځای شوي دي.

طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرباڼه کې ويلي، چې یاد شمير کسان د هېواد له مختلفو ولايتونو څخه د طالبانو ليکو ته ورغلي او په حکومتي ادارو کې يې خپلې دندې پريښي دي.

خبرپاڼه زياتوي، دغه کسانو له ځان سره طالبانو ته بيلابيل ډوله لويې او وړې وسلې، مخابرې او نور پوځي وسایط او مهات هم وروړي دي.

طالبان وايي، چې دغه کسان د (اسلامي امارت د دعوت، ارشاد، جلب و جذب) کمېسيون په هڅو له دولتي لیکو رابیل او له دوی سره يوځای شول زياتوي: د (ياد کمیسیون مشرتابه دوی ته هرکلی ووایه ،انعامونه اوجایزې یې ورکړې اوددوی همدانیک اقدام یې ډیروستایه).

طالبانو ويلي، له دوی سره یوځای شويو کسانو ورسره کلکه ژمنه کړې چې له دې وروسته به په دولتي پوځي لیکو، ادارو کې کار نه کوي او له بهرنيانو سره به هيڅ ډول اړيکې نه ساتي.

طالبان د جلب و جذب او دعوت ارشاد په نوم ځانګړی کمېسيون لري چې عسکر، اربکيان، پوليس او دولتي کارمندان دې ته هڅوي څو خپلې دندې پريږدي او خپل عادي ژوند اختيار کړي.

تر دې مخکې هم د طالبانو د جلب و جذب په نوم کميسيون د حکومتي کارمندانو د تسلمېدو ورته ډول راپورونه ورکړي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close