طالبانو يو ځل بيا په فراه ښار بريدونه وکړل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۷) تېره شپه يوولس بجې طالبانو يوځل بيا د فراه په ښار بريد کړی او د ځايي سرچينو په وينا تر سهار مهاله دغه بريد روان و.

که څه هم تېره ورځ د افغانستان دفاع وزارت او ناټو چارواکو ادعا وکړه چې له ښاره يې طالبان ويستلي او ټول ښار د دوی په لاس کې دی.

خو سيمه ييز خبريالان وايي، د طالبانو يوه لويه ډله لا هم د ښار په ځينو برخو کې پاتې ده او تېره شپه يې په قومندانۍ، محبس او څو نورو دولتي ودانيو بریدونه کړي دي.

شمشاد ته يې تازه سرچينو ويلي، چې اوس هم په محبس او ځينو نورو دولتي ودانيو بريدونه روان دي او ويل کېږي چې طالبانو څو سرتيري بريدونه هم ترسره کړي چې دولتي عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

ويل کېږي، تېره شپه د بهرنيو ځواکونو چورلکو درې ځلې ملکي ميشت ځايونو ته نږدې سيمو بمبارۍ کړي چې د ځايي سرچينو په وينا ښايي ملکي خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وي.

تر اوسه طالبانو د تېرې شپې د نښتو په اړه جزيات نه دي ورکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close