طالبانو پر موږ څومره احسانونه کړي؟/ خالد روان

پښتانه متل کوي: مېړه ووژنه؛ خو مېړانه یې مه وژنه. دغه خبره ځکه کوم، چې زموږ پر یو شمېر خلکو سترگې پټې شوي او هر څه ته د راډیو او تلویزون له اعلاناتو گوري او پر حقایقو سترگې پټوي. که دوی لږ له عقل او هوښ څخه کار واخلي، نو بیا فکر نه کوم چې داسې ببولالې دې وغږوي او تلویزوني اعلانات دې د ثبوت او شواهدو په بڼه وړاندې کړي.

د تېر جهاد بریا د کابل په ورانۍ پای ته ورسېده. له اسلامي حزب«مولوي خالص بابا» گوند پرته چې د کابل په ورانۍ کې یې برخه وانه‌خیسته، نور حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، وحدت اسلامي، جنبش او نورو ټولو د کابل په ورانۍ کې پوره اخلاص وکړ او پایله یې د ۶۰زره کابلیانو شهادت شو.

د کابل په هره برخه کې خپلې واکمنۍ وې او دومره وحشت یې وکړ، چې انسان یې په مازې یادولو «ویلي» کېږي. په دغه ورانیو کې هر چا خپله ونډه لرله او د کمونیستي نظام یو جوړ کابل په یوې داسې کنډواله بدل شو، چې هېڅ فکر یې نه کېده. خلک یې بېرته د کمونیستي نظام په ارمان کړل او د گوندونو مشرانو له هېڅ ناروا مخ نه اړاوه.

له دغه انډوخر وروسته په ټول افغانستان کې ملک الطوایفي حاکمه شوه. پاټکیان راپورته شول او د عامو خلکو په عزتونو یې لوبې پیل کړې. عام خلک له داسې حالت څخه تنگ راغلي وو او د یوې داسې ورځې په تمه وو، چې دغو بدبختیو ته د پای ټکی کېښودل شي او د یوه سوله‌ییز نظام لرونکي شي.

د طالبانو خوځښت له کندهاره پیل شو. میوند او پنجوايي ولسوالیو کې دغه خوځښت ولسي ملاتړ له ځان سره پیداکړ او ورو ـ ورو ټول کندهار طالبانو ونیوه. دغه خوځښت ډېر گړندی روان و او ډېر ژر یې کابل هم د تش په نامه جهادي ټکیدارانو څخه پاک کړ او د کمونیستي نظام وروستی ولسمشر ډاکټر نجیب یې په دار وځړاوه.

له پنجشېر پرته نور ټول افغانستان طالبانو تر خپلې واکمنۍ لاندې راوست او داسې سوله‌ییز نظام راغی، چې په ټوله نړۍ کې داسې نظام جوړه نه وه. په ټول هېواد کې یې پاټکیانو ته د پای ټکی کېښود او خلک په رښتیا د یوه شرعي او عمري نظام لرونکي شوي وو.

طالبانو پر موږه ډېر احسانونه کړي، چې په همدغو احسانونو کتابونه لیکل کېدای شي او په دومره وړه لیکنه کې یې ځایول بېخي ناشوني دي. د امریکا له یرغل وروسته طالبانو په تش لاس نیمايي نړۍ ته د جگړې اخطار ورکړ او د لوی الله جل جلاله په مرسته یې دغه ۱۷کلن جهاد ښه روان کړی دی. دلته یې مازې یو څو نمونې راوړم او که ژوند و، نورې به یې بیا بل وخت درته ولیکم.

۱)ډاکټر نجیب د میلیونونه افغانانو د شهید کولو مسوول و/دی. زرگونه خلک یې په بېلدوزورنو ښخ کړي او د خاد د مشرۍ په وخت کې به یې بندیانو ته ویل«ورشئ او خپل خدای ته مو غږ وکړئ» دغه قاتل شخص د طالبانو په مبارکو لاسونو اعدام شو او د زرگونه خلکو زړونه پرې یخ شول. د ډاکټر نجیب پلویان به ان شاء الله د قیامت په ورځ له همده سره یو ځای راپورته کېږي.

۲)د امریکا، ناټو او ټولې کفرۍ نړۍ پر وړاندې یې داسې جهاد روان کړی، چې ټول کفري نړۍ یې هکه حیرانه کړې ده. د افغان ملت لپاره به د طالبانو دغه احسان هم یادوو، چې د امریکا په تاریخ کې لومړۍ تبادله له طالبانو سره وشوه او امریکا طالبانو ته سرونه ټیټ کړل.

۳)د طالبانو په مټ امریکا په افغانستان کې ماتې وخوړه او له ویتنام وروسته به دغه بری زموږ د افغانانو په برخه وي.

۴)د طالبانو نظام بې‌جوړې عادلانه نظام و، مشر یې داسې کس و، چې تراوسه ترې هېڅ پانگه او شتمني نه ده پاتې.

۵)هېڅ طالب چارواکي تراوسه نه غصب کړی، نه یې څوک لوټلي، نه یې بهر کې ځایونه اخیستي او نه د اوسنیو چارواکو غوندې په میلیونونو غلاوو تورن شوي.

۶)طالبانو تراوسه داسې کړنه ونه کړه، چې افغانان سر ټیټي کړي؛ خو په حکومت کې هره ورځ داسې یوه کړنه کېږي، چې ټول افغانان له خجالت خولې شي، خو طالبان تر شا داسې څه نه لري.

۷)اخېري احسان به یې داوي، چې طالبان یو ځل بیا په ټول افغانستان واکمني وکړي او سپین محمدي بیرغ په ټول افغانستان کې ورپېږي او خلک له روانو ټولو بدبختیو خلاص کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close