طالبانو پلازمينې کابل کې د تېرې شپې برید جزئیات خپاره کړل

(کابل ټکی کام : شنبه، مرغومی ۱۲مه، ۱۳۹۴ ل):

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې تېره شپه د کابل ښار په تايمني سیمه کې دبهرنیو په هوټل د برید له امله لسګونه بهرني مړه او یو شمېر نور يې ژوبل شوي دي .

دغه بریدونه تېر ماښام ۶ بجې د طالبانو  ۳ تنو سرتیرو برید کونکو له لوري د ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوندد تایمنی په نهم سړک د بهرنیو په راستورانت ترسره شول .

د ښاغلي مجاهد په وینا یوتن  سرتیري د منفجره موادو څخه ډک موټر د دغه رستورانت مخې ته ورودي دروازې سره وجنګاوه چې د انفجار له امله دروازې ته نږدې خوني ویجاړې او یو شمېر بهرنیان په کې مړه او ژوبل شول، د موانعو په لرې ګولو سره نور دوه تنه سرتيري بریدکونکي چې په وسلو او ټولو لازمو توکو سمبال وو هوټل ته ننوتل او د شپې تر ۱۱ نیمي بجوپورې شدید عملیات ترسره کړل.

د معلوماتو په اساس په یاد هوټل کې به هره شپه له ۴۰ څخه تر ۵۰ پورې دبهرني اتباع اوسیدل چې تېره شپه هم موجود وو چې د برید په نتیجه کې ډيری يې مړه او زخمیان شول .

بلې خو بیا حکومتی سرچینو په یاد برید کې د ۱۱ تنو ټپي کیدل او د دوه تنو وژل کيدل تاید کړي دي .

سليم بریال

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close