طالبانو په بادغیس ولایت کې چورلکه نسکوره کړې، د ظفر قول اردو قومندان پکې وژل شوی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۹) زرغون خوږیاڼ

طالبانو ویلي، چې ددوی ځواکونو په بادغیس ولایت کې د ملي اردو هغه چورلکه نسکوره کړې،چې په کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان، د ملي امنیت، او ولایتي شورا لوړ پوړي چارواکي شامل وو.

د بادغیس ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان محی الدین غوري وژل شوی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش رسنیو ته ویلي، چې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان د یوې الوتکې غورځيدو په پیښه کې وژل شوی دی.

رادمنش زیاته کړه، چې الوتکه د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په موري چاق سیمه کې لویدلې، چې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان محی الدین پکې وژل شوی او ددغه ولایت د ملي امینت ځینې لوړپوړي چارواکي او د ولایتي شورا غړي په کې ټپیان شوي دي.

نوموړي د الوتکې د غورځيدو لامل تخنیکي ستونزه بللې ده.

بلخوا طالبانو د یادې الوتکې د غورځیدلو مسئولیت منلی.

طالبانو ویلي یې دي، چې د نن مازدیګر شاوخوا ۵ بجې د بادغيس ولایت مرغاب ولسوالۍ په موریچاق سیمه کې ددوی وسله والو د دښمن هغه هلیکوپتره په نښه او رانسکوره کړې چې د هرات د قول اردو قومندان په ګډون يې مهم کسان لیږدول.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي، چې چورلکه په بشپړه ویجاړه شوې.

احمدي زیاتوي چې په چورلکه کې ناست د هرات د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان تورن جنرال محي الدین غوري، د هرات د قول اردو د استخباراتو مدیر، د بادغيس د ولايتي شورا رئيس، د بادغيس د استخباراتو رئیس او د ولایتي شورا غړيو په ګډون ۱۱ تنه مهم دولتي چارواکي او عسکر وژل شوي دي.

طالب ویندوی په وینا، یادې چورلکې د څلورم ځل لپاره سیمې ته پرواز وکړ، تر څو خپلو عسکرو ته روحیه ورکړي، چې د طالبانو په نښه او تر برید لاندې راغله.

قاري یوسف وايي، سږ کال د عمري عملیاتو په لړ کې تر اوسه پورې ۱۳هیلوکوپترې، ۲ ایف ۱۶ امریکايي جیټ الوتکې او ۷ کشفي امریکايي الوتکې د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې ویشتل شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close