طالبانو په بدخشان کې د خپلو بنديانو ملګرو سوزېدل په سختو ټکو سره وغندل

کابل ټکی کام ۱۳میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر

وړمه ورځ څه د پاسه لس کسه طالب وسله وال د افغان دولت لخوا د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې اسیران شول چې د څو ساعتونو کوټه کلپي څخه وروسته کوټې ته اور واچول شو.
دا په داسې حال کې چې افغان ځواکونو په رینجر کې ناست وو، ساز او سرود یې غږاوو، او نڅا یې کوله.
د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد افغان دولت ته د پېغور په شکل ویلي دي چې دا ستاسو د کمزورۍ او د ماتې لوی دلیل دی چې مخکې مو هم په هلمند او کندهار کې زمونږ جنګیالي په اور وسوځول.
مجاهد زیاته کړې ده چې د افغان دولت زمونږ سره ګڼ شمېر اسیران موجود دي، او په سوځېدلو یې راته هیڅ خنډ نه واقع کیږي خو دا چې د اسلام پیغمبر ترې منع راوستلې ده نو منل یې پر مونږ لازم دي.

مجاهد وايي چې د افغان دولت ګڼ شمېر بندیان په ضمانت ورکولو بېرته خوشي کړی شوي هم دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close