طالبانو په بغلان ، اروزګان او پکتیا کې له پرمختګونو خبر ورکړی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۷)

طالبان وایي، چې د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ ،د اروزګان په مرکز ترینکوټ  او د پکتیا په جانیخیلو کې یې پرمختګونه کړي.
سرچینې وایي، تیره شپه دمرکزي بغلان ولسوالۍ د منګلیو مهمه او ستراتیژیکه ساحه او ورسره یوه لویه نظامي قرارګاه او پوسته طالبانو نیولي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له دې پرمختګ وروسته سیمې ته کومکي ځواکونو ورغلي چې پر هغوی یې هم بریدونه کړي او شاوخوا ۲۰ تنه د ملی اردو او پولیسو سرتیري یې وژلي.
طالبانو دغه راز د دو ټانګونو د ویجاړولو او ۲ نورو د نیولو خبر هم ورکړی.
خو ځایي چارواکي او مرکزي حکومت په دې تړاو رسنیو ته له څه ویلو ډډه کوي.

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې طالبانو د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.

خبر زیاتوي، طالبانو بیګاه شپه د ترینکوټ پای ناوه سپین مسجد کي دوه نظامي مراکز نیولي او پراخه ساحه یې تر خپل پوښښ لاندې راوستلې.
دولتي چارواکو په دې اړه رسنیو ته کوم سپیناوی نه دی کړی خو طالبان وایي چې په دې برید کې یې ۲۰ عسکر او اربکیان وژلي او ۱۰ نور ژوبل دي.

طالبانو دغه راز د پکتیا په جانخیلو کې هم د دو پوستو له نیولو خبر ورکړی دی او په وینا یې چې ۲۰ عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې او دوه طالبان وژل شوي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close