طالبانو په بلخ او جوزجان ولایتونو کې ۱۵تنه امنیتي ځواکونه وژلي دي

کابل ټکی کام ۰۲میزان/۱۳۹۴

راپور: احمدالله مهاجر

په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې طالب وسلوالو د جوزجان او بلخ په ولایتونو کې پرون د دوو حملو په ترڅ کې ۱۵تنه امنیتي ځواکونه وژلي او یو شمېر نور ژوبل دي.

د ترلاسه شویو راپورونو له مخې چې طالب وسلوالو د جوزجان ولایت په پلټڼې پوسته حمله کړې ده چې په پایله کې یې۱۰تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

خبر وايي چې همدا راز د بلخ ولایت په دولت آباد سیمه کې طالبانو په یوه سرتیري برید کې ۵تنه امینتي ځواکونه وژلي او ۳تنه نور یې ټپیان کړي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close