طالبانو په تیرو دو میاشتو کې ۳۶ امریکایان وژلي

 

راپورتاژ: فرید افغان

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۹)

په داسې حال کې چې افغان جګړه یوه حساس پړاو ته داخله شوې او ورځ تر بلې خونړۍ کیږي، د دې جګړې د تلفاتو په تړاو تازه راپورونه خپاره شوي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایي، په افغان جګړه کې په ورځنۍ توګه په اوسط ډول سل تنه ژوند له لاسه ورکوي.
بلخوا بیا یوشمیر لویدیځ مطبوعات وایي، هره میاشت نږدې ۲ زره امنیتي ځواکونه د طالبانو د بریدونو ښکار کیږي.

خو دولت پلوي ځواکونه هم لاس تر زنې نه دي ناست.
د رسنیو د راپورونو تر مخه په تیره څه باندې یوه میاشت کې تر ۲۵۰ ډیر ملکیان په هوایي بریدونو کې وژل شوي او تر ۵۰۰ زیات ټپیان دي.
دغه راز وسلوال طالبان هم مرګ ژوبله لري چې کره شمیر یې نه دی څرګند.
که څه هم د دفاع وزارت په راپورونو کې په ورځنۍ توګه د سلګونو طالبانو د وژل کیدو ادعا کیږي، خو آزادې سرچینې دا معلومات موثق نه بولي.
بل پلو طالبانو په یوه تازه خپاره شوي راپور کې د تیرو دو میاشتو (سپټمبر، اګسټ) د بریدونو پایلې او نتایج ابلاغ کړي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي؛ په تیرو دو میاشتو کې یواځې یو سرتیری برید شوی او نور یې ټول ډلییز بریدونه کړي.
طالبان وایي،په یاده موده کې یې د هیواد په مختلفو نقاطو کې ۲۰۳۱ بریدونه کړي چې هدف یې یواځې هغه ځواکونه وو چې د بهرنیانو په ملاتړ د افغان طالبانو  پر وړاندې جګړه کوي.
په دغه خپاره شوي راپور کې راغلي؛ تیرو دو میاشتو کې ۳۶ بهرني پوځیان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي، په داسې حال کې چې امریکایي چارواکي د خپلې پالیسۍ له مخې رسماٍ د محدودو امریکایانو وژل کیدل مني.

خو د تیر په څیر د دې بریدونو لوی زیان بیا هم افغان پوځیانو ګاللی چې د راپور ترمخه، په دغه موده کې (۴۲۴۹) افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او نږدې درۍ(۳) زره نور ټپیان دي.
طالبان وایي، چې افغان ځواکونه ځکه ډیر تلفات ګالي چې د بهرنیانو په دفاع کې جنګیږي او نه پریږدي څو طالب بریدګر د بهرنیانو نظامي کاروانونه او دهغوی پوځي مراکزو ته ځان ورسوي .

دغه راز ۱۶۹۷ تنه عسکر د طالبانو لیکو ته ورغلي او ۳۳۸ وسایط یې هغوی ته تسلیم کړي.

طالبانو ادعا کړې چې په دې بریدونو کې یې ۷۵۹ ټانګونه ویجاړ شوي ، دوه بې پیلوټه الوتکې او دوه چورلکې نسکورې شوې دي.

باید وویل شي چې طالبانو تل ټینګار کړی چې افغان نظامي ځواکونه د دوی مقابل لوری نه دي او له هغوی څخه یې غوښتنه کړې چې دوی او بهرنیان دې مخامخ جګړې ته سره پریږدي او لږ تر لږه باید د بهرنیانو د مدافع ځواک په حیث قرباني نه شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close