طالبانو په حلب ښار کې د روان ناورین په اړه اعلامیه خپره کړه

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۴) زرغون خوږیاڼی

طالبانو په یوه خپره شوې اعلامیه کې د سوریې له ولس سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

طالبانو د سوریې د حلب ښار په اړه په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د سوریې قضیه د ټولې اسلامي نړۍ لپاره د امتحان او الهي ازمویښت لویه پیښه ده.

طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې د حلب وضعیت د تاسف وړ بللی دوی وايي، «په ډیر تأسف سره شاهدان یو چې د سوریې په حلب ښار کې په لسګونه زره ملکي او بې دفاع خلک چې اکثره په کې ښځې او ماشومان دي په جګړه کې بند پاتې دي، وژل کیږي، ټپیانیږي او ورسره د ډیر ناوړه چلند راپورونه تر لاسه شوی دي».

طاللبانو په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، موږ له ټولو ښکیلو خواو څخه غوښتنه کوو چې د ملکي او بې دفاع مسلمانانو ژوند ته هیڅ ډول زیان ونه رسوي او د هغوی په وړاندې له روان تاو تریخوالی پای ته ورسوي.

طالبانو په اسلامي نړۍ او د اسلامي نړۍ په عالمانو غږ کړی، چې په حلب کې د روان وضعیت په اړه بې تفاوته پاتې نه شي او هلته د کلابندو بې ګناه مسلمانانو، ښځو او ماشومانو د ځورولو مخه ونیسي.

طالبانو په سوریه کې د بهرنیو الوتکو بمبارونه او وژنې یو انساني ناورین بللی او وايي چې د هیڅ ډول توجه وړ نه دي.

دوی د سوریې له ولس سره خواخوږي څرګنده کړې او د الله جل جلاله

د موضوع د ارزښت له مخې د طالبانو یاده اعلامیه کټ مټ خپلو لوستونکو ته خپروو:

د سوریې په حلب کې د روان ناورین په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

په ډیر تأسف سره شاهدان یو چې د سوریې په حلب ښار کې په لسګونه زره ملکي او بې دفاع خلک چې اکثره په کې ښځې او ماشومان دي په جګړه کې بند پاتې دي، وژل کیږي، ټپیانیږي او ورسره د ډیر ناوړه چلند راپورونه تر لاسه شوی دي.

اسلامي امارت د سوریې په قضیه کې د ښکیلو ټولو اړخونو څخه غوښتنه کوي چې د ملکي او بې دفاع مسلمانانو ژوند ته هیڅ ډول زیان ونه رسوي او د هغو په وړاندې روان زور زیاتی پای ته ورسوي.

د سوریې قضیه د ټولې اسلامي نړی لپاره د امتحان او الهي ازمویښت لویه پیښه ده. اسلامي امارت د ټولې اسلامي نړی، اسلامي کنفرانس، د اسلامي نړۍ له عالمانو او ټولو ذی دخلو خواوو څخه غوښتنه کوی چې هلته د روان وضعیت په اړه بې تفاوتي ونکړي. د ښځو، ماشومانو او بې دفاع ولسي خلکو د  ځورولو مخه ونیسي.

په یاد هیواد کې د بهرنیو خواوو مداخلې چې په هر نامه او عنوان وي، د هغه هیواد کړکیچ لا زیاتوي. د الوتکو له خوا بمبارۍ او وژنې او هلته روانې ځورونې چې بشري ناورین یې رامینځ ته کړی، په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دي. موږ د سوریې له ځوریدلي ولس، په جګړه کې د راګیرو بې دفاع خلکو خصوصأ د هغو ښځو او ماشومانو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو چې د پیښو قربانیان دي او ناوړه چلند ورسره روان دی. الله تعالی ته خواست کوو چې د اسلامي نړۍ په بد حال ورحمیږي. خپلو بندګانو ته نجات ورکړي، د ظالمانو لاس لنډ او مظلومان یې له ظلم څخه وژغوري. آمین یا رب العالمین.

د افغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۸/۳/۱۴هـ ق

۱۳۹۵/۹/۲۴هـ ش

2016/12/14م

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close