طالبانو په خيريه بنسټونو غږ کړی چې وچکالۍ ځپلو سره مرستې وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۹)

په هېواد کې د زياتېدونکې وچکالۍ له کبله طالبانو اندېښنه ښودلې او د يوې اعلاميې په خپرولو سره يې له نړيوالو خيريه بنسټونو غوښتي چې وچکالۍ ځپلو سره عاجلې مرستې وکړي.

په اعلاميه راغلي، فارياب، بادغيس، فراه، نيمروز، د هلمند خانشين- مارجه او د هېواد ځينې نورې سيمې د وچکالۍ له امله له سخت بشري ناورین سره مخ دي زياتوي (د خلکو ژوند، د حیواناتو ژوند، کښتونه او هرڅه د نابودۍ تر ګواښ لاندې دي).

طالبانو ويلي، هېواد له سختې جګړې سره لاس او ګريوان دی (اسلامي امارت د اسلامي نظام دحاکمیت او د خپل هېواد د ‌‌آزادۍ ګټونکي قوت په توګه ايله د هېواد د آزادۍ تر لاسه کولو ستر مکلفيت تر سره کړي) نو له ټولو نړيوالو مرستندويه ادارو يې غوښتنه کړې چې په ځانګړي ډول یادو سيمو او په عموم کې د ټول هېواد له وچکالۍ ځپلو سره عاجلې مرستې وکړي ځکه چې نجات ورکول د ټول بشريت مشترکه دنده ده.

څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو تنظيموونکې ادارې ويلي و چې په افغانستان کې روانه وچکالي شايد دوه ميلیونه کسان د خوراکي موادو له کموالي سره مخ کړي.

دغه راز شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې اوچا وويل، چې څه باندې دوه ميليونه افغانانو د وچکالۍ له کبله خپلې اصلې سیمې پريښي او نورو سيمو ته تللي دي چې له ډلې يې يواځې پنځه څلوېښت سلنه خلکو سره بشري مرستې شوي او پاتې پنځه پنځوس سلنه بیړنيو مرستو ته اړ دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close