طالبانو په زابل کې د کابل کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړله

کابل ټکی کام ۲۱میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
نن سهار طالب وسلوالو په زابل ولایت د کابل کندهار لویه لاره پنځه ځایه بنده کړې ده او د افغان عسکرو مرکزون یې تر سختو بریدونو لاندې نیولي دي.
طالبانو رسنیو ته په استول شويو خبرونو کې ویلي دي چې د زابل ولایت د قلات اړوند د مغلیزو او نورک په سیمو کې، د شاجوی ولسوالۍ د حسن کارېز او تازي په سیمو کې او د شهر صفا ولسوالۍ د هزار تک په سیمه کې د کابل او کندهار لویه لاره د طالب جنګیالیو له لورې د افغان عسکرو پر مخ بنده شوه، او جګړه په شدت سره دوام لري.
په خبرونو کې ویل شوي دي چې تر اوسه د افغان عسکرو ۳ټانګونه او یو رینجر موټر له منځه تللي دي، او افغان عسکرو ته یې درنه مرګ ژوبله ور اړولې ده، او یو لوی موټر چې مرمۍ ضد موټر او نور مهمات پکې بار وو طالب جنګیالیو ته لاسته ورغلی دی.
او د طالب وسلوالو ۱تن جنګیالي او یو تن عام وګړي هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په یوبل ترلاسه شوي خبر کې راغلي دي چي د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په انار جوی، کلای ولي، کارغل او تره خېلو په سیمو کې د افغان ځواکونو ۷ امنیتي پوستې د طالب وسوالو لخو نیول شوي دي، او ګڼ شمېر سپکه او درنه وسله لاسته ورغلې ده، او درې نورې پوستې د طالب وسلوالو لخوا تر کلکې محاصرې لاندې دي.
جګړه په شدت سره دوام لري.
د نورو جزئیاتو لپاره د کابل ټکي کام سره اوسئ.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close