طالبانو په سرپل کې یوه چورلکه نسکوره کړه

کابل ټکی کام ۰۷سنبله/۱۳۹۴ راپور: انصار د تېرې ورځې را پدېخوا چې د سرپل ولایت د کوهستان په ولسوالۍ کې د طالبانو او ګلمجم ملېشو تر منځ جګړه روانه ده، دولتي څرخي الوتکو د طالبانو سنګرونه د سخت بمبار لاندې ونیول. په خبر کې ویل شوي چې د طالبانو د سنګرونو د بمبار پر مهال طالبانو  پر بمبار کونکې څرخي الوتکه د درنو وسلو ډزې وکړې چې په بشپړه توګه یې نسکوره او بیا په سیمه کې و نه لیدل شوه. په راپور کې ویل شوي چې دجګړې د دوام او په ګلمجم ملېشو د بریدونو په نتیجه کې طالبانو ولسوالۍ ته څلور کیلو متره ور نږدې شوي او مخ په وړاندې روان دي.    دا چې په جګړه کې ملېشو ته د سرونو څومره تاوان رسېدلی وروسته به یې جزیات په لیکه شي.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close