طالبانو په فاریاب کې د کوهستان ولسوالۍ او سرپل کې د قفلاتون سیمه نیولې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۲)

د فاریاب ولایت ځایي چارواکي وایي چې تیره شپه شاخوا ۲ بجې طالبانو د دې ولایت د کوهستان ولسوالۍ مرکز لولاش نیولی.

د فاریاب د ولایتي شورا غړی، عبدالمنان قاطع رسنیو ته ویلي، د طالبانو په برید کې د دې ولسوالۍ سرپرست ولسوال عبدالرحمان فنا په ګډون ۸ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
نوموړی زیاتوي، طالبانو د قلعه سعادت په سیمه کې تر ۲۰۰ ډیر امنیتي ځواکونه محاصره کړي او څلور کمانډویي سرتیري یې ژوندي له ځانه سره وړي.

کوهستان ولسوالۍ فاریاب

باید وویل شي چې یادې ولسوالۍ ۱۱ میاشتې وړاندې هم سقوط کړی و چې بیاد ناټو او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې بیرته ونیوله .
طالبانو په دې تړاو تر اوسه کوم تفصیلات نه دي ورکړي.

بل پلو د دې ولایت په ګاونډ سرپل کې هم طالبانو پرمختګونه کړي.
د مهدي په نامه د سیمیزو پولیسو یو قوماندان رسنیو ته ویلي چې د دې ولایت د صیاد ولسوالۍ د قفلاتون دره د میرازولنګ په څیر خورا ستراتیژیکه سیمه ده او دواړو غاړو ته یې اهمیت زیات دی ، چې تیره شپه د طالبانو لاس ته لویدلې.
هغه زیاتوي، د طالبانو په برید کې ۱۳د ملي اردو او ځانګړي ځواکونه وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان دي چې وسلې او مهمات یې طالبانو ته په لاس ورغلي.

طالبانو د برید مسؤلیت منلی او ویاند یې ویلي، چې په صیاد ولسوالۍ کې یې دبلندغور،قفلاتون،ازبکیه القاني په سیموکي۸پوستې۱قرارګاه اوټولې سیمې چي دکورونوشمیریې۱۵۰۰ته رسیږي تر خپل واک لاندې راوستلې.

قاري یوسف احمدي ګڼو عسکرو ته د مرګ ژوبلې اړولو د ادعا تر څنګ ویلي چې په دې بریدونو کې یې ۴ تنه د ملي اردو سرتیري ۳ رینجر او په زیاته اندازه وسلې او مهمات نیولي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close