طالبانو په فاریاب کې پوځي قرارګاه نیولې او جګړه لا دوام لري

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۳ فرید افغان)

راپورونه وایي چې طالبانو د فاریاب ولایت دپښتونکوټ ولسوالۍ اړوند د یکه توت په سیمه کي یوه لویه قرارګاه نیولې.
سیمیزې سرچینې وایي؛ طالبانو د قرارګاه تر نیولو وروسته په اړوندو پوستو تهاجمي بریدونه پیل کړي چې
لاهم په سیمه کې نښتې روانې دي.
ځایي چارواکي په دې تړاو له څرګندونو ډډه کوي خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي وایي چې، نښتې له تیر ماخوستن را پدې خوا پیل شوې چې تر اوسه یې د یوې قرارګاه په نیولو سره پراخه سیمه ترخپل پوښښ لاندې راوستلې.
احمدي وایي؛ فلحال طالبانو په سیمه کې دوه پوستې محاصره کړې او جګړه روانه ده.

په یو بل خبر کې طالبانو ادعا کړې چې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یې پر دو پوستو همهاله بریدونه کړي چې ګڼو سنګوري ملیشو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
طالبانو همداراز د هلمند مرکز لشکرګاه کې د ولایتي شورا د غړي او یوه قومندان د وژلو ادعا هم کړې.
تر اوسه دولتي چارواکو په دې تړاو کوم سپيناوي نه دی کړی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close