طالبانو په فراه او زابل کې پرمختګونه کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۳)

راپورونه وایي چې وسلوالو طالبانو د فراه په پشترود او د زابل په سیوري ولسوالیو کې د پام وړ پرمختګونه کړي.

له سیمې ورکړل شوی راپورونه وایي، تیره شپه طالبانو د فراه په پشترود ولسوالۍ کې پر میشتو امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې له امله یې افغان ځواکونه شاتګ ته اړ شول.
خبر زیاتوي، افغان ځواکونو سهار مهال خپلې څلور مهمې قرارګاوې پریښې او طالبانو وړاندې تګ کړی دی .
د ملي دفاع وزارت وایي، چې په دې ولسوالۍ کې یې د هوایي بریدونو په لړ کې ۱۴ طالبان وژلي او ۵ نور ټپیان دي.
خو طالبان بیا د دې  ادعا د رد تر څنګ وایي چې، د ملي اردو څلور(۴) قرارګاوې د بریدونو له ویرې تښتیدلې چي په دې سره د طالبانو لومړی کمربند د ولسوالۍ او قومندانۍ ودانیو ته لنډ شو.

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې طالبانو دزابل ولایت دسیوري ولسوالۍپرمرکزي ودانۍ ډلییز برید کړی چې د امنیتي سرچینو د خبر له مخې په دې بریدونو کې شاوخوا لس امنیتي سرتیري وژل شوي.

طالبان د وژل شویو عسکرو شمیر ۱۲ بولي او زیاتوي چې کومکي ځواکونه یې هم له سیمې څخه شاتګ ته اړ کړي .
طالبانو دغه راز په سمنګانو کې هم د ۳ پوستو د نیولو او په بادغیس کې د ۸ پوستو د تخلیې خبر ورکړی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close