طالبانو په مختلفو ولایتونو کې لسګونه امنیتي ځواکونه خوشې کړل

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۹)

طالبانو د خپل مشر د فرمان له مخې په مختلفو ولایتونو کې تر سلو ډیر حکومت پلوي جنګیالي (پولیس، اردو، کمانډو او….عسکر ) خوشې کړي.
طالبانو په غزني کې د نیول شویو لسګونو امنیتي منسوبینو ویدیو خپره کړې چې په کې سیمیز طالبان په داسې حال کې ښکاري چې نیول شوي عسکر او پولیس خوشې کوي او هغوی ته د لارې د کرایې په ګډون د امنیتي تضمین د ورکړې یادونه هم کوي.
نیول شوي عساکر د طالبانو له چلنده خوښي څرګندوي او له خپلو ملګرو او ټولو هیوادوالو غواړي چې د طالبانو له مخالفته دې لاس په سر او د دولتي ځواکونو له لیکو دې راووځي.
دغه راز د فاریاب والي داکتر نقیب الله فایق د ملي اردو هغو ۴۵ ځواکونو د راخوشې کیدو په خوښۍ کې یوه غونډه جوړه کړې وه، چې څو ورځې وړاندې طالبانو ته په بلچراغ ولسوالۍ کې تسلیم شوي و.
دولتي چارواکو د طالبانو له دې اقدامه هرکلی کړی او ستایلی یې دی.
په ورته وخت کې طالبانو د کندهار ښورابک ولسوالۍ اړوند د سروڅاهانو په سيمه کي د صداقت شرکت ۲۹ پاتې کارمندان هم خوشي کړي.

طالبانو ویلي چې یاد کسان یې له دولتي عسکرو د همکارۍ په تور نیولي و ، چې د دوی د محکمې لخوا په ۷ او ۴ مياشتو بند محکوم شوي، په داسې حال کې چې د بند موده يې لا پاتي وه خوشي شول.
دغه راز په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه طالبانو له خپلو زندانونو آزاد کړي چې د خلکو له خوا یې تود هرکلی شوی.
په ورته وخت کې د ولسمشرغني ویاند هارون چخانسوري ویلي چې د خپلواکۍ د ورځې پر اساس یې د ولسمشر د حکم له مخې ۴۴۴ زندانیان خوشي کړي چې په دې ډله کې هیڅ طالب زنداني شتون نه لري.
نوموړي د طالب زندانیانو د خوشي کولو پر سر له روانو جریاناتو هم خبر ورکړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close