طالبانو په ملت د ترحم له امله د کندز ښار پرېښود

کابل ټکی کام ۲۰میزان/۱۳۹۴
فرید احمد
د یو ترلاسه شوي خبر له مخې چې نن سهار  طالبان د کندز ښار څخه په شاه شوي دي.
تېره ورځ د کندز ښاریانو په کندز کې د طالب مشرانو سره لیدل کړي وو، دوی له خپلو ورپېښو مشکلاتو څخه طالبان خبر کړل، چې د شپې مهال طالبانو هم د ترحم پر بنیاد فیصله وکړه چې ښار څخه د څه وخت لپاره په شا شي.
په کندز کې امریکايي بمباریو او د ملي اردو راکټونو روغتونونه او مارکېټونه په نښه کول چې له وجې یې هیڅ ناروغ تر روغتونه نه شوای رسېدلای او هیچا هم خپلو ضروریاتو ته لاس رسی نه شو کولای.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close