طالبانو په هلمند او فاریاب کې دولتي پوځونه ترسختو بریدونو لاندې نیولي دي

کابل ټکی کام ۰۷سنبله/۱۳۹۴ راپور : انصار د فاریاب ولایت چې د یوې میاشتې را پدېخوا پکې طالبانو دولتي  پوځونه تر سختو بریدونو لاندې نېولي دي، اوهغه سیمې چې د دوستم په مشرۍ ملېشو له طالبانو څخه د نېولو ادعا کوله د مسلسلو بریدونو په نتیجه کې بیا هم د طالبانو لاس ته ورغلې دي، چې دوستمي ملېشه د طالبانو په مقابل کې د نه مقاومت له امله له فاریابه تللې ده. له بلې خوا د هلمند په ولایت موسی کلا  ولسوالۍ کې چې کوم پوځونه او دولتي مامورین  راګیر وو، څه یې تښتیدلي او څه یې  د ولسوالۍ  په انګړ او خواو شا کې  د مرګ په خوب ویده پاتې شول. د افغانستان په روان حالت او ورځ په ورځ د ولسوالیو له واکه وتل، د طالبانو لاس ته ورتلل د دې عامل شوی دی چې د بهرنیو پوځونو له وتلو وروسته دولتي ځواکونو خپل مورال بایللی، اود طالبانو سره مقاومت د توان نه لرلو له امله عملیاتو ته له تلو ډډه کوي. دا چې د فاع وزارت له طالبانو څخه نیول شوې ولسوالۍ په خپل  پوځي زور بیا لاس ته راوړي اوکه نه؟  د هوایي بمباریو په کولو د سیمي ولسې وګړي د طالب وسلوالو په نامه وژني، بیاهم د طالبانو مقاومت نشي ځپلی.  که دفاع وزارت په بمباریو د طالبانو د مقاومت ځواب ورکولای شوای، نو د موسی کلا په ولسوالۍ  کې د راګیرو پوځونو له مرکزه په وار ورا مرسته وغوښته او په نتیجه کې د مرستي یعنې هوایې قوې په نه رسېدو ولسوالۍ له دولته د طالبانو لاس ته ورغله . بیاهم د فاع وزارت که هرڅو د طالبانو څخه د لاسه وتلو سیمو د بیا نېولوګواښ کوي، خو ګرانه ده چې د دې پوځونو په لویدلي مورال له طالبانو څخه د لاسه وتلې سیمی بیا ونیسي.   که د هوایي بمبار په زور کومې سیمې لاس ته راوړي بیا یې د ساتلو توان نلري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close