د هلمند لپاره د طالبانو والي یوه هوايي برید کې ژوند له لاسه ورکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۱)

طالبانو د هلمند لپاره د خپل نومول شوي والي او مشهور جهادي شخصیت ملا عبدالمنان، چې په مولوي عبدالرحیم مشهور و، د وژل کېدو پخلی کړی او خپلو ټولو جنګیالیو ته یې تسلیت ویلی دی.

ملا عبدالمنان د هېواد په کچه د طالبانو وتلی پوځي قوماندان و، چې د هلمند ۹۵ سلنه خاوره یې له دولتي کنترول څخه ایستلې وه.

نوموړي د کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو له خوا د اغزن تار د غځولو مخه هم نیولې وه او په ټول هلمند کې د لوی رهبر په سترګه ورته کتل کیدل.

طالبانو په خپل پیغام کې نوموړی مطیع، زړور، مخلص او با احساسه مجاهد بللی، او ویلي یې دي،” الحاج ملا عبدالمنان اخند به زموږ د مجاهدینو لپاره د یوې قدوې او نمونې په حیث په زړونو کې باقي پاتې وي، میړانه او بهادري به يې نورو مجاهدینو ته درس وي، شهید ملا عبدالمنان اخند په هلمند ولایت کې لکه ځان غوندې سلګونه نور افراد او مشران روزلي چې د اشغالګر اومزدور دښمن په وړاندې به جهاد او مبارزه په لا ښه وجه پرمخ وړي. ولله الحمد.“

طالبانو ویلي، په شهادتونو سره یې ”نه جهادي صف کمزوری کیږي، نه هم د الله تعالی دین او جهاد ترې پاتې کیږي.“

طالبانو زیاته کړې، ”اشغالګر باید فکر ونه کړي چې د مشرانو په شهادت سره به زموږ اراده کمزوری، یا به دوی کوم پرمختګ وکړل شي، بلکې برعکس به زموږ د مشرانو شهادتونه د مجاهدینو احساسات او جذبې لا ډيرې څپانده او تاندې کړي او د اشغالګرو او غلامانو په وړاندې به خپلې مبارزې ته لا زور ورکړي.“

د هلمند د والي ویاند، عمر ځواک ویلي چې ملا عبدالمنان د دوی په هوایي برید کې په نښه شوی، خو د سیمې خلک او طالبان وایي چې برید د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په مټ ترسره شوی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close