طالبانو په هلمند کې لسگونه مسافر برمته کړي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۱ زرغون خوږیاڼی

وسله والو طالبانو نن سهار وختي د هلمند د گرشک ولسوالۍ اړوند مهاجربازار سيمه کې دمسافرو  یو ۳۰۳ موټر او دوه لارۍ برمته کړي دي. ويل کېږي ۳۰۳ موټر کې له دېرشو تر پنځوسو کسان سپاره وو. یاد مسافر له هرات څخه کابل ته پر لاره وو.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک پېښه تائيد کړې او ويلي دي، چي نن د سه شنبې په ورځ سهار  وختي په گريشک ولسوالۍ کي وسله والو کسانو موټرې درولي او مسافر يې له ځانه سره نامعلوم ځای ته بیولي.

نوموړي وويل، چې یاد مسافر له هرات څخه کابل ته پر لاره وو، چې د تښتولو شویو کسانو له ډلې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ تنه بېرته خوشي شوي دي، خو د نورو د برخلیک په اړه دوی معلومات نه لري.

د گرشک امنيه قوماندان محمد اسماعيل خپلواک هم رسنيو سره خبرو کې ويلي، چې طالبانو نن سهار دګریشک په مهاجر بازار سيمه کې دوه ټېلر موټر او يو د مسافرو بس له ځان سره نامعلوم لوري ته وړي دي. نوموړی وايي، دغه موټر له هرات څخه کندهار ته روان وو، چې اوسمهال يې د پوليسو له لوري د خلاصون عمليات پيل شوي.

طالب وياند قاري محمد يوسف احمدي د پېښې پړه پر غاړه اخيستې او رسنيو ته یې په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی وسله والو ملګرو ۲۷تنه مشکوک کسان د ګریشک ولسوالۍ په مهاجر بازار سیمه کې له موټرو ښکته کړي دي او د تحقیقاتو لپاره یې له ځانه سره بیولي دي.

قاري یوسف احمدي ویلي: دا کسان مو د خپلو کره  استخباراتي معلوماتو پر اساس له موټرو ښکته کړي، چې ډېری يې د کابل ادارې  امنيتي  کار کوونکي دي.

طالب ویاند وايي:  دغه تحقیقات به په لنډ وخت کې بشپړ شي او د دولت اړوند امنتي کسان به د اسلامي امارت محاکمو ته وسپارل شي او کوم کسان، چې بې ګناه دي ژر به خوشې شي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې  طالبانو سره د بايو ميټريک سيسټم د شتون خبر ورکړل شوی، چې له مخې يې دولتي کسان معلوموي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close