طالبانو په پنجشیر کې د سیلاب ځپلو کورنیو سره غمرازي ښوودلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۱)

طالبانو په یوه اعلامیه کې د پنجشیر ولایت د پیشغور سیمه کې د اوبو د یوه جهیل د نړیدو له امله د ځپل شویو کورنیو سره غمرازي ښوودلې.

اعلامیه کې راغلي؛

“اسلامي امارت د دغې پيښې په اړه د پنجشیر د یادې سیمې له مصیبت ځپلو خلکو سره د زړه له تله د غمرازۍ او تسلیت پيغام شریکوي“

طالبانو خپلو ټولو افرادو ته چې په پنجشیر او یا هم څنګلورو ولایاتو کې واکمن دي، حکم کړی چې “سیمې ته د مرستو په رسولو کې تر ممکنه حده همکاري وکړي د بل چا لخوا هم د مرستو د رسیدو مخه ونه نیسي او هر راز چې کولای شي له مصیبت ځپلو سره د همکاري په کار کې خپل کوښښ ونه سپموي“

په اعلامیه کې له شتمنو هیوادوالو مرستندویه بنسټونو څخه د مرستې غوښتنه هم شوې.
د یادونې وړ ده چې په پنجشېر کې د غره ښویېدو او د یوه طبیعي بند د اوبو د راخوشي کېدو له امله د دغه ولایت په لومړۍ حصې ولسوالۍ کې شاو خوا ۴۰۰ د استوګنې کورونه، دوکانونه او جوماتونه تخریب شوي او ۱۴ کسان په کې مړه شوي دي اټکل کیږي چې تلفات نور هم زیات شي.

باید وویل شي چې طالبانو په وروستیو کلونو کې د پنجشیر ولایت په ځینو سیمو هم حاکمیت موندلی او وخت ناوخت میشتو امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close