طالبانو په پکتیا، اروزګان او لغمان کې ۴ پوستې نیولې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۱ فرید افغان)

راپورونه وایي؛ طالبانو د لغمان عليشنګ ولسوالي اړوند سیمه کې د محلي پولیسو(اربکیانو) پوسته نیولې .
د سیمې د خلکو په وینا؛ اربکیانو له لږ مقاومت وروسته پوسته پریښې او طالبانو ته یې ګڼ مهمات په لاس ورغلي.
طالبانو د پیښې د پخلي ترڅنګ یو شمیر عسکرو ته هم د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې.

په یو بل خبر کې ویل شوي چې طالبانو د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اړوند د نیکنام کلا سيمه کې پر میشتو پوستو بریدونه کړي چې یو شمیر پولیسو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو سربيره پوسته هم نیولې.
طالبانو ویلي؛ په دې برید کې یې ۷ پولیس وژلي او د پوستې ترسقوط وروسته یې پر راغلو کومکي عسکرو هم بریدونه کړي چې په خبره یې ټوله قوه یې شاتګ ته اړ کړې.

د دې ولایت ځايې چارواکو تر دې مهاله په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

طالبانو همداراز خبر ورکړی چې دارزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې دوه ۲پوستې نیولې او ټول ځواکونه له پوستو څخه له جنګ پرته ترې وتلي.
حکومت ویلي؛ دا ولسوالۍ د سقوط وروستۍ شیبې شميري او پلان لري چې په دې ولسوالۍ کې تازه تصفیوي عملیات پیل کړي.
طالبانو همداراز ددهلمند په ناوه ولسوالۍ کې د ۸ سنګوریانو د وژلو خبر هم ورکړی او همداراز یې د کندوز په علي آباد ولسوالۍ کې هم د څو تنو اربکیانو د وژلو ادعا کړې.
تر اوسه د اړوندو ولایاتو ځایي ادارو او نه هم مرکزي حکومت دطالبانو د بریدونو په تړاو کوم وضاحت ور کړی.
خو ادعا یې کړې چې په فراه، لغمان او هلمند ولایتونو کې یې د بهرنيانو په هوایی بریدونو کې تر سلو ډیرو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close