طالبانو کندوز ښار کې په زړه امنيه قومندانۍ برید کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۹)

د کندزو ولايتي شورا وايي، طالبانو نن سهار د دغه ولايت لومړۍ امنيتي حوزه کې ډله ييز بريدونه کړي چې لا هم روان دي او عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ولايتي شورا غړی امرالدين ولي وايي، دا مهال د کندوز ښار مربوط او د ښار شاوخوا او امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده.

د ولي په وينا، په نښتو کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې کره معلومات نه دي تر لاسه شوي.

له بله پلوه طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په کندوز ښار کې په زړه امنيه قومندانۍ د درنو وسلو حمله کړې چې په ترڅ کې يې پنځلس عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د مجاهد په وینا، په سپين زرچمن سيمه کې هم پر کومانډو ځواکونو وسله وال بريدونه شوي چې هغوی ګڼو کمانډو عسکر وژل شوي او ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تيره ورځ هم طالبانو د دغه ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې درې (عاقي بای، بخمل کوچه او موترشويي) پوستې نيولې وې او د جګړې په ترڅ کې يوولس عسکر وژل شوي، د دوو قومندانانو امير شاه او روزي په شمول له لسو زيات عسکر ټپيان شوي دي.

طالبانو له تيرې ورځې راهيسې د کندوز په بيلابيلو سيمو پر انتخاباتي مرکزونو حملې کړي، چې په ډيرو سيمو کې انتخاباتي مرکزونه تړل شوي او انتخاباتي کارمندانو ځينې سيمې د طالبانو د ګواښونو له امله خوشې کړي.

دغه راز طالبانو له وړمې ورځې راهيسې د کندوز- بغلان عمومي لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره بنده کړې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close