طالبانو کنړ کې نهه داعش وسله وال نيولي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۶) د کنړ ولايت چارواکي وايي، طالبانو او داعش وسله والو د دغه ولايت په چپه دره ولسوالۍ کې نښتې کړي چې په پر مهال يې داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او يو شمير يې طالبانو ژوندي نيولي دي.

د ۲۰۱سېلاب قل اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو او داعش وسله والو تر منځ د يادې ولسوالۍ مربوط په “وچ ناو” دره کې نښته شوې چې پ ترڅ کې څلور داعش وسله وال وژل شوي او نهه تنه نور طالبانو ژوندي نيولي دي.

طالبانو او داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.

په دې وروستيو کې د کنړ ولايت په ځينو سيمو کې د داعش وسله والو د فعاليت راپورونه ورکول شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close