طالبانو یوځل بیا له افغان حکومت سره خبرې رد کړې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۷)

وروسته له هغه چې د ملي یووالی د حکومت مشر د جینوا کنفرانس کې ادعا وکړه، چې ګواکې له طالبانو سره یې د مذاکراتو په پلمه یو دولس کسیز ټیم تیار کړی څو د حکومت په استازیتوب ورسره خبرې وکړي، طالبانو د نوموړي ادعاوو ته غبرګون ښوودلی او دا یې د نوموړی تر صلاحیت پورته خبرې بللې دي.
طالبان وایي؛

“ټوله نړۍ پوهیږي چې له یوې خوا ترنیمایې زیات افغانستان باندي د اسلامي امارت واکمني ده له بلي خوا د کابل رژیم د امریکایانو لخوا رامنځته شوی او پرافغان مسلمان ملت تپل شوی، دغه ژریم نه د افغانستان د خلکو نظام دی اونه هم د افغان میړني او مجاهد اولس نمایندګي کولای شي.  “

اعلامیه کې یوځل بیا ټینګار شوی چې دوی د مذاکراتو په هکله واضح دریځ لري او دا چې د خپل ملت په ملتیا له تیرو اتلسو کلونو راهيسې له امریکايانو سره په جګړه بوخت دي نو په وینا یې چې

“د افغان مجاهد او قهرمان ملت په استازیتوب او په خپل مالکیت د مقدس جهاد د کامیابي لپاره له امریکايي اشغالګرو سره هم جګړه کوي او هم مذاکرات کوي“

اعلامیه کې افغان حکومت بې واکه او تپل شوې اداره بلل شوې او خبرې کول ورسره د وخت د ضیاع په معنا یاد شوي دي.

طالبانو داسې مهال دا غبرګون ښوودلی چې د ملي یووالي د حکومت مشر اشرف غني نن د جینوا کنفرانس ته په خبرو کې وویل؛ چې یو دوولس (۱۲) کسیز ټیم یې د سلام رحیمي په مشرۍ دایر کړی څو د حکومت په استازیتوب له طالبانو سره د سولې خبرې مخته یوسي.

غنی ویلي؛ په دې ټیم کي ښځي او نارینه شامل دي، او د سولي د خبرو د چلنجونو لپاره مناسبي وړتیاوي لري چې په وینا یې د دیموکراسۍ له هیڅ لاسته راوړنې به تیر نه شي.

خو سیاسي شنونکي بیا دا ټیم نیمګړی بولي او زیاتوي، چي د ارګ په ټیم کي د قوي او پېژندل شویو څیرو نشتوالی پر دې باندي دلالت کوي چي اشرف غني نه غواړي چي سوله راشي.
یو شمیر شنونکي بیا وایي چې غني ځکه د دغه ټیم ټاکلو ته ملاتړلې چې له یوې خوا سیاسي احزاب له طالبانو سره له خبرو اترو څنډې ته وساتي ځکه په دې وروستیو کې طالبانو له سیاسي ګوندونو او د ګوندونو مشرانو له طالبانو سره خبرو ته زړه ښه کړی دی.

او له بل لوري غواړي د خلیلزاد هڅې له خنډونو سره مخ کړي، ځکه خلیلزاد نوموړی د سولې په خبرو کې څنډې ته ساتلی دی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close