طالبانو ۹ بندي عسکر خوشې کړل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۸) طالبان وايي،  په کندهار ولايت کې په جګړو کې نيول شوي نهه بندي عسکر  يې خوشې کړي دي.

د طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي، دغه عسکر چې په بېلابېلو ځايونو کې د طالبانو له لوري په جګړو کې نيول شوي و تېر ماذيګر په معروف ولسوالۍ کې ازاد کړل شول.

خبرپاڼه کې د يادو کسانو نومونه او د اوسېدو اصلي سيمې هم په ډاګه شوي زياتوي چې د “اسلامي امارت د محکمې تر حکم وروسته د دغه ولايت د والي په امر” خوشې شوي دي.

د طالبانو له لوري د تازه خوشې شويو عسکرو نومونه: ” عصمت الله د کندهار، ضیآءالحق د بلخ، سرورجان دکندهار، برات خان د رزګان، امین الله د کندهار، ملتان د ننګرهار، روزي خان د ګردیز، پرویز د کاپیسا، امین الله د کنړ”

دا لومړ ځل نه دی چې طالبان په جګړو کې نيول شوي دولتي عسکر له خپلو بنديخانو خوشې کوي بلکې تر دې مخکې يې هم په ځانګړو ورځو کې په جګړو کې نيول شوي عسکر خوشې کړي او خپلو خپلوانو، کورنيو ته يې سپارلي دي.

طالبان ډيری وخت بندي عسکر په دې ضمانتونو ازادوي چې د بيا ځل لپاره به په دولت کې دندې نه کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close