طالبان:په سرحدي سیمو کې یې هیڅکله د افغان ځواکونو مخه نه ده نیولې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۱)

طالبانو د افغان چارواکو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې دوی د اغزن تار مخنیوی کوي او طالبان یې مخه نیسي.
طالبان وایي، په سرحدي سیمو کې هیڅ ځای هم دوی له افغان ځواکونو سره نښته نه ده کړې او د افغان چارواکو ادعاوې  یې پروپاګند باللی.
نن سهار د کندهار د امنیې قوماندان جنرال رازق ادعا وکړه چې ګواکې ځواکونه یې د اغزن تار د تیریدلو مخه نیسي خو طالبان دې هم په سرحدي سیمو کې پر دوی حملې بندې کړي .
خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي بیا دا ادعاوې ردوي او زیاتوي چې

“ په یادو سرحدي سیمو کې هیچیرې هم نه مجاهدینو له چاسره جګړه کړې ‏او نه د کابل اداره غواړي چې اغزن تار دې نه وي، بلکې تار د کابل ادارې او پاکستان ترمنځ د کومې معاملې په نتیجه کې غزیږي او ټوله پوله یې په بر کې نیولې.“

دا په داسې حال کې ده چې تازه یوه خپلواک خبریال صدیق الله افغان پخپله فیسبوک پانه لیکلي، چې لسګونه وسله وال طالبان د هلمند په بهرامچې سیمه کي  راټول سوي، څو هلته د پاکستاني پوځيانو له لوري د غځېدونکي سیم مخنیوی وکړي.

شنونکي وایي،  د ملي یووالي حکومت پاکستان ته تر تیرو ټولو حکومتونو زیات امتیازات ورکړي، چې له ډلې یې پر ډیورند کرښه د اغزن تار تیرولو په هکله خاموشي، د استخباراتي معلوماتو شریکول، په افغان خاوره کې د پاکستان ضده وسلوالو له منځه وړل او ګڼ نور موارد شامل دي، هغه څه چې دولت ته یې له زیان پرته هیڅ لاسته راوړنه نه درلوده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close