طالبان اشرف غني ته: ’تو چه کاره هستی‘

کابل.کام – د تلې ۱۳مه، ۱۳۹۷:

طالبانو بلک واټر ته د افغانستان د جګړې له سپارلو سره د اشرف غني مخالفت ته په غبرګون کې هغه مخاطب کړی: ”له غني باید وپوښتل شي: تو چه کاره هستي چې د بادارانو په لویو مسائلو کې خوله چوله کوې؟“

طالبانو دا خبرې په خپله رسمي ویبپاڼه، الاماره، کې له بلک واټر سره د اشرف غني د مخالفت په اړه د خپلې ورځنۍ تبصرۍ په سرلیکو کې لیکلې ده.

طالبانو ویلي چې اشرف غني د امریکا له خوښي پرته کوم کار نشي کولای: ”آیا دا ممکنه ده چې ستاسو غوندې ګوډاګیانو په خوله به د ټرمپ غوندې وحشي بادارن خپلې پریکړې بدلوي؟ په داسې حال کې چې دانه او ماشه مو د هغوی ترلاس درته راوځي.“

طالبانو همداراز د ملي وحدت حکومت مشرانو ته د پیغور په ډول ویلي، ”لږ تر لږه مو دا نشوای کولای چې په ملګرو ملتونو کې د یوې شېبې لپاره د ټرمپ یا بل چارواکي په حضور ځان مشرف کړئ“. (د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په ۷۸مه غونډه کې د افغانستان په استازیتوب د اجراییه رییس، ډاکټر عبدالله عبدالله، خبرو ته د ګوتو په شمار کسان ناست وو.)

په خپله ورځنۍ تبصره کې طالبانو ویلي، ”اشرف غني چې د خپلې واکمنۍ تر تر لاسه کولو فقط څو ساعته وروسته د هیواد پلورنې بدنام امنیتي تړون لاسلیک کړ او امریکایي بادرانو ته یې په خلاص مټ د افغان وژنې اجازه ورکړه، اوس څنګه دا دا احساس [ورته] پیدا شو چې پر خپل ولس یې زړه وخوږیږي او د بلیک واټر له لاسه یې د احتمالي ربړونې او ځورونې وېره محسوسه کړي؟“

”نن موږ او تاسو د سر په سترګو وینو چې د امریکایي یرغلګرو او ګوډاګي وحشیانو له لاسه د افغانانو څومره هېښوونکی قتل عام روان دی. آیا غني یې په اړه کومه ورځ خوله چوله کړه چې ولې بې دفاع ولس په دومره بې رحمۍ وژل کیږي؟ آیا په خپله څلور کلنه واکمني کې یې کله دا وښودله چې پر افغان ولس یې زړه سوی شته؟ آیا بلیک واټر به تر دې هم زیات وحشي او لویه درنده وي؟“

د طالبانو په خبره، اشرف غني له دې امله د بلک واټر حمایت نه کوي چې په راتلو سره به یې دوی ته ورکول کېدونکي کومکونه ”هرومرو“ کم شي، او بل دا چې ”د بلک واټر تر ماتې خوړلو او یا وخت پوره کېدلو وروسته دا احتمال ډېر کم دی چې امریکا یو ځل بیا د افغانستان جګړې ته ځان ورداخل کړي، چې دا د ګوډاګیانو لپاره بد او وېروونکی خبر دی.“

د یادونې وړ ده په دې وروستیو کې د بلک واټر شخصي قراردادي شرکت مشر، ایریک پرنس، یو ځل بیا خپلې هڅې ګړندۍ کړې چې افغان حکومت او امریکا د افغانستان د جګړي خصوصي کولو ته راضي کړي.

ولسمشر اشرف غني د نوموړي له پلان سره مخالفت کړی دی. د ښاغلي غني په خبره، په افغانستان کې به هیڅ کرايي جګړه مار ته د فعالیت اجازه ورنکړي.

د نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼې د خبر له مخې، ایریک پرنس د تیرې سپټمبر میاشت په پای کې افغانستان ته راغلی و او له نفوذي افغانانو او پخوانیو وزیرانو سره یې د خپل پلان په اړه لیدنې وکړې.

د ایریک پرنس پلان د ټرمپ په اداره او افغان حکومت دواړو کې د پام وړ موافقین نه لري، خو د ټرمپ د ناڅاپې دریځ نیونې عادت ته په کتلو ځینې امریکايي چارواکي وايي، د ټرمپ یو ټویټ دا ټول حالات بدلولای شي.

بل خوا، د اشرف غني ځینې ملګري او مامورین وايي، اشرف غني د اریک پرنس له پلان سره خپل مخالفت اوس ځکه په زغرده څرګند کړی چې د اریک پرنس پلان د اشرف غني د بیا ټاکل کېدو لپاره خطرناک دی، د دې پلان په حمایت کولو سره به اشرف غني په راتلونکو ټاکنو کې د خلکو حمایت له لاسه ورکړي. د اشرف غني د ولسمشرۍ موده راروان کال پای ته رسیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close