طالبان: امامان  او قومي مشران دې اولسي خلک په ټاکنو کې له ګډون څخه منع کړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۶)

طالبانو په یوه ځانګړې اعلامیه کې له سیمیزو متنفذینو غوښتي، چې خپل اړوند خلک دې په انتخاباتو کې له ګډون څخه منع کړي.
د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون ټاکنې د بهرنیانو یوه دسیسه بللې او د هیواد په ټولو ښارونو، کلیو او ښارونو ته نږدې سیمو کې یې په علماء کرامو، د مساجدو په خطیبانو او امامانو همدا راز په قومي مشرانو، جهادي مخورو، سپین ږیرو او د نفوذ خاوندانو باندې غږ کړی،چې پر وړاند یې په کلکه ودریږي.

طالبانو له یادو مشرانو غوښتي“د ټاکنو ترسره کونکو ته په خپلو سیمو کې د هیڅ راز فعالیت لکه تبلیغاتي کمپاین یا ټاکنیز مرکز جوړولو اجازه ورنکړي. دغه راز باید عام اولسونه آګاه کړل شي چې په انتخاباتو کې شرکت ځکه ګناه او جرم دی چې په دې سره د اشغالګرو یوه خطرناکه دسیسه بریالۍ کیږي او هغوی د اشغال تداوم ته تشویقیږي“

طالبانو پارلماني ټاکنې یوه تیر ایستونکې ډرامه بللې او په وینا یې چې“بهرنیان غواړي تر څو خپل روزل شوي اجیران د پارلمان د وکیلانو په حیث تعین کړي او بیا لکه دتیرو کلونو په شان د خپلو ناروا مقاصدو لپاره ترې کار واخلي“

طالبانو ټاکنې له اسلامیت او افغانیت سره په ټکر کې بللې د اشغال د تداوم سبب یې بللی او، د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو په پوځي یرغل د پردې اچولو او د عامه اذهانو د تیر ایستلو یوه پردۍ دسیسه یې یاده کړې.

اعلامیه کې بیا هم ټینګار شوی چې د دې ټاکنو برخلیک او نهایي نتیجه به بهرنیان ټاکي.
دا اعلامیه داسې مهال مخته راځي چې طالبانو تیره ورځ دښوونځیو او پوهنتونو له مشرانو هم غوښتي و،چې په اړوندو اداراتو کې دې د ټاکنو تر سره کیدو ته اجازه نه ورکوي.

باید وویل شي چې د راتلونکې شنبې پر ورځ په ټول هیواد کې پارلماني ټاکنې ترسره کیږي ، طالبانو له ټولو ولسونو غوښتي چې دا پروسه تحریم کړي او ټول ټاکنیز مراکز یې د خپلو بریدونو هدف اعلان کړي ،خو بهرنیانو او افغان امنیتي ځواکونو یې د ساتنې ټټر ډبولی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close