طالبان امریکا ته: د سولې له فرصت نه ګټه واخلئ او پر اشغال ټینګار مه کوئ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ۱۱)

طالبانو د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس خبرو ته غبرګون ښوودلی او د نوموړي دریځ یې له حماقت ډک بللی دی.

د ملیټري ټایمز په حواله مټیس دغه خبرې د رینګن په ملي دفاعي بنسټ کې کړې چې په وینا یې امریکا غواړي د افغانستان قضیه حل کړي خو له دغه هیواد څخه د خپلو ځواکونو د ویستلو تکل نه لري.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد یې په غبرګون کې ویلي

”اسلامي امارت امریکاته فرصت ورکړی، که له سیاسي بې مصرفه لارې څخه غواړي چې د افغانستان اشغال ته د پای ټکی کیږدي او خپلې مشروع انديښنې رفع کړي موږ دا موقع ورکوو او که چیرې امریکايي چارواکې او جنرالان په دې فکر وي چې اشغالګر ځواکونه به يې په افغانستان کې میشت وي او دوی به دلته په آرام سره ژوند کولو ته پريښودل کیږي؛ نویوځل بیا دې په خپلو خبرو له سره فکر وکړي.“

نوموړي ټینګار کړی چې له هیواد څخه د وروستي امریکایي سرتیري تر وتلو به یې مسلحانه مبارزه روانه وي او په وینا یې چې،“ د جهاد له لارې نه ستړي کیږي او نه مایوسه کیږي“

طالبانو پر امریکا غږ کړی چې له زور او سرتمبګۍ پر ځای دې د افغانانو تاریخ ته مطالعه کړي، چې په تیرو سلو کالونو کې یې دوه ځله مخکې هم اشغالګر(انګریزان او شوروي اتحاد) له افغانستانه په وتلو مجبور کړي دي.

د امریکا د دفاع وزیر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د دغه  هیواد په ولسونو کې اوس د افغان ضد جګړې روحیه مخ پر پیکه کیدو ده او د امریکا ملت زړه نه ښه کوي چې دې جګړې ته خپل وګړي راولیږي یا هم خپل حکومت ته د افغان جګړې د پرمخ وړلو په موخه پراخ مالیات ورکړي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close