طالبان: اوس هم کولی شو چې د کندز ښار تر خپل تسلط لاندې راولو

کابل ټکی کام ۲۱زمري/۱۳۹۴
فریداحمد
طالبانو د کندز د پرېښودلو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده، په اعلامیه کې د کندز په پرېښولو لاملونه ښودل شوي دي.
طالبان وایي، د کندز مرکزي زندان چې سلګونه تنه مجاهدین او یا د جهاد په نوم نیول شوي مظلوم اشخاص پکې بندیان وو، د دې عملیاتو مهم هدف وو، چې پکې پوره کامیاب شول.
په اعلامیه کې ذبیح الله مجاهد زیاتوي، د کندز په نیولو سره د طالبانو لاسته پراخې سیمې  ورغلې.

همدا شان طالبانو په اعلامیه کې د کندز د نیولو په دوران د زیات شمېر عسکري وسایطو او استخباراتي اسنادو یادونه کړې ده، چې د دوی لاسته ورغلي دي.
او له کندز څخه یې په شاه کېدل یو مهم تکتیکي ګام بللی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close