طالبان او د ښځو د حقوقو ډنډورې!!

ليکنه:ډاکټر یوسف اکبری
لکه څرنګه چې د اسلام دښمنان د یو سوچه اسلامي حکومت د راتلو نه تل په ویره کې وي نو ډیری حربې په لاره اچوي څو د اسلامي حکومت د ایجاد مخه ونیسي، چې له جملې نه یې نن سبا یوه حربه هم د ښځو د حقوقو شعاردی.
اوس چې ټول پوه شوی چې ټرمپ په تیښته او طالبان راتلونکی دی، غواړي خلکو ته تشویش ایجاد کړی، اذهان مغشوش کړي څو خلک د طالبانو پر ضد کرکه او نفرت پیدا کړي، او الله تعالی د همدغسې خلکو په اړه نږدې څوارلس نیم سوه کاله مخکې خبر ورکړی او فرمایلی یې دی چې: یریدون ان یطفؤوا نورالله بافواههم و لکن الله یتم نوره و لو کره الکافرون) یعنی د اسلام دښمنان غواړي چې د الله نور (اسلام او اسلامي شریعت) د خپلو خولو په واسطه مړ کړي خو الله د خپلې رڼا پوره کوونکی دی که هر څه کافران دا کار بد ګڼي.
اوس په رسنیو کې د طالبانو پر ضد دې حربې ډیر زور اخیستی او د اسلام نه مرور او یا هم د اسلام د دښمنانو لاسپوڅي همدا خبرې یو بل ته پاس کوی چې ګوندې که طالبان راشي نو د ښځو حقوق به څنګه شي؟ او بیا وایی چې په تیرو اتلو کلونو کې ښځو یو څه خپل حقوق ترلاسه کړی چې دا ضایع نشي.
خو هر سړی پوهیږي چې غوا توره او پۍ یې سپینې، ټول پوهیږي چې د دې منفورو خلکو موخه د دا ډولو خپرونو نه څه دی؟ په داسې حال کې چې اسلام یو نړیوال دین دی ټول په دې ښه خبر دی چی اسلام ښځو ته داسې حقوق ورکړی چې هیڅ یوې مفکورې نه دی ورکړی، او طالبان د اسلام د پلی کولو لپاره هاند وهي نو بیا په دې هکله ولې له طالبان او د طالب د اسلامي حکومت نه ویره څرګندوي؟
اسلام ښځې ته عزت ورکړی قدر یې ورکړی خو د اسلام دښمنانو تل د ښځو د شعار د پورته کولو په واسطه له ښځې ناوړه ګټه پورته کړې، هغه یې د خپلو هوسونو ابزار ګرځولی. د اسلام د دښمنانو هیله داده چې پردۍ خویندې او لورګانې دې د دوی د هوا او هوس قرباني وي او د اسلام ورکړی عزت نه دې بې برخي شي، لوڅې دې وګرځي، نڅاوې دې ورته وکړي، او بالآخره د نا مشروعه جنسي غریزې د اشباع وسله دی وی.
خو ښځینه و ته دا وایو چې لطفا تاسې په خپله لاس په کار شئ او په اسلام کې د خپلو حقوقو او خپل عزت قدر او مقام لیدنه په خپله وکړئ، مطالعه وکړئ زده کړه وکړئ بیا کولای شئ پخپله قضاوت وکړئ، او هڅه وکړئ څو هم په دنیا کې سرلوړي ژوند وکړئ او هم د آخرت نیکبختي ترلاسه کړئ. او د اسلام د دښمنانو تزویرې نظریات هم تر کلکې مطالعې لاندې ونیسئ. طالب هیڅکله د ښځو د حقوقو مخالف نشي کیدای ځکه چې هغوی اسلام لوستلی نه دموکراسی او کمونیزم.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close