طالبان او له خپل دریځ څخه په شا کیدنې ګنکوسې

جمال ایوبي

کله چې امریکایې بدمعاشانو د ناټو په شمول په افغانستان نظامي هجوم راوړ زموږ ځمکه او فضا یې اشغال کړه
د اشغال سره سم یې زموږ اسلامي او ملي ارزښتونه مسخره کړل او هم یې د فحشا ترویج،د سېکولرزم مفکورې رائجول،د فمنیزم کړغیړن فکر عملي کول او څو نور غربي اصطلاحات یې زموږ د ګمراهۍ لپاره زموږ په سیمه کې د میخ په څیر ټک وهل تر څو ځوانه طبقه د فکري یرغل تر محاصرې لاندې راولي دا باید ومنو چې تر ډیره یې د فکري یرغل هڅو نتیجه ورکړیده او زموږ ډیرۍ ځوانان یې په ناګهانۍ سره د یوې لویې ګناه ډنډ ته غورځولي دي.
کله چې امریکایانو زموږ پر هېواد یرغل راوړ، د طالبانو نظام یې نسکور کړ نو افغانانو هم د ملامحمد عمر مجاهد په مشرۍ د امریکا په مقابل کې مقاومت پیل کړ چې آن تر ننه ادامه لري.
پدې نژدې ورځو کې داسې ګنګوسې دي چې ګویا طالبان د یو څو ولایتونو منلو ته رضایت ښودلی او د افغان حکومت سره خبرو ته تیار دي.
لمړی:کله چې په۲۰۰۷کلونو کې امریکایانو ته د سخت تلفات ورسیدل او جګړې زور واخیست امریکایی مشرانو طالبانو ته د جنوبي ولایتونو د حاکمیت وړاندیز کړی وه تر څو د تلفاتو مخه ونیسي
خو طالبانو یې په جواب کې وویل چې زموږ مبارزه د یو څو ولایتونو لپاره نه، بلکې دا الهي فریضه ده تر هغه به دوام لري تر څو چې له ټول هېواد څخه د اشغال ټغر ټول شوی نه وي
په دوهم ځل ورته امریکایې او برطانوي مشرانو په سلا دا وړاندیز شوی وه چې بغیر له وزارت دفاع څخه ټول حکومت تاسو ته تسلیموو چې بیا هم طالبانو یې په عکس العمل کې تیره خبره تکرار کړله.
په دریم ځل حکمتیار صیب طالبانو ته د یو څو ولایتونو د ورکړې غوښتنه وکړه چې طالبانو یې په جواب کې سخت غبرګون وښود او دا یې د اشغالګرو دسیسه او د تجزیې پلان وباله.
که چیرته په یو څو ولایتونو راضي کیدل؟ولې یې هغه وخت توافق نه کاوه چې د طالبانو قوت هم د ضعف په حالت کې وه، دا چې نن د هېواد اکثریتې سیمې د طالبانو په ولکه کې دي نو ایا دا امکان لري چې طالبان دې ګټلې سیمې دښمنانو ته حواله کړي؟
دا چې اوس د امریکا غرور او فرعوني غږ بې اثره شویدی نو د خپل شکست د توجیه کیدلو له پاره له داسې سیاسي کړنو استفاده کوي
په حقیقت کې دا هغه تبلیغات دي چې اولس کاله د داخلي او خارجي دښمن لخوا ترسره کیږي افغانان باید متوجه اوسي چې دښمن د ناکامې په حال کې دی ،غواړي په داسې تبلیغاتو سره د د طالبانو سره د طالبانو په داخل کې تفرقه رامنځته کړي.
دوهم:دا چې ویل کیږي چې: طالبانو مخکې له امریکا د افغان حکومت سره خبرو ته تیار دي؟
دا په حقیقت کې د پاکستان هغه غولونکي خبرې دي چې تل یې پرې له افغان حکومت څخه امتیاز اخستی دی.
افغان حکومت غواړي چې طالبان د خپل ځان په څیر د بل هېواد ګوډاګی معرفي کړي چې له کرزي واخله ان تر ننه پورې دا هڅې کیږي خو طالبانو خپل استقلالیت له لاسه نه دی ورکړی.
طالبان به هیڅکله د حزب اسلامي په څیر روغه ونکړي او نه به یې وجدان او ضمیر اجازه ورکړي چې د قدرت لپاره له خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو تیر شي او ددې فاسد نظام سره په بې مفهومه خبرو کې ورګډ شي.
دا چې افغان دولت هڅه کوي چې د پاکستان په وساطت طالبان مخکې له امریکایانو نه له دوې سره مذاکراتو ته کنیوي دا هغه ناکامه تګلاره ده چې طالب مشرانو د زندانونو تر څنګ د شهادت تر مقامه ورسیدل خو دا بدنامه لاره یې انتخابه نکړه.
طالبان به هیڅکله خپل سیاسي بصیرت بې رنګه نکړي او نه به د کابل میشت مجاهدینو تیرې غلطۍ تکرار کړي.
د پاکستان لخوا د ملاعبدالله اخوند شهادت،د ملابرادر او مولوي صاحب ناني نیول او د نورو طالبان مشرانو زنداني کولو لوی لامل همدا دی چې د پاکستان په غوښتنه له افغان دولت سره خبرو ته نه کیناستل دي،
طالب مشر شهید ملا اختر منصور رحمه الله په نښه کول یې ښه مثال وه له هغه یې غوښتنه کړې وه چې له افغان حکومت سره خبرو ته کینه مرحوم شهید منصور دا هر څه د خپلې مبارزې ناکام اړخ وګاڼه او هر خطر یې قبول کړ خو خپل استقلال یې له لاسه ورنکړ.
شهید ملاعبیدالله اخوند، معصوم ستانکزي ته ویلی وو موږ ټول به د پاکستان په جیلونو کې شهیدان شو خو د دوې(پاکستان)په وینا به له افغان دولت سره خبرو ته حاضر نشو.
د طالبانو په دریځ او موقف کې هیڅ بدلون ندی راغلی تر څو چې امریکایان خبرو ته لیولتیا ونه ښئي د امریکا له لاسپوڅو سره خبرې کول به یو خیال او خوب وي.
د یو افغان په صفت به ضرور سره خبري کوي لیکن د یو چارواکي په صفت مذاکرات کول ناشوني دي.
ځکه دلته ددې جګړې اصلي اړخ امریکا دی زموږ هېواد یې اشغال کړی او یو ګوډاګی حکومت یې پر موږ تپلی دی چې د امریکا لخوا تمویلیږي.
امریکا ته پکار ده چې له داسې افواهاتو او دسیسو تیر شي او د یوې رښتینې سولې لپاره خپله د مذاکراتو میز ته حاضر شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close