طالبان: بادغیس آب بند کې لومړي خاوند يې خپله ښځه وژلې- طالبانو قاتل نيولی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۳۰)الماس خدرخېل

تېره ورځ انټرنيشنل بیزنس ټایمز ورځپاڼې او يو شمېر نورو رسنيو داسې راپورونه خپاره کړل، چې ګنې وسلوالو طالبانو په بادغیس ولایت آب بند ولسوالۍ کې یوه ښځه په دې خاطر وژلې چې له خپل لومړني مېړه یې طلاق اخیستی او له بل سره یې واده کړی و.

خو وسلوالو طالبانو نن د دې پېښې په تړاو رسنيو ته ويلي، چې ښځه د دوی په امر نه؛ بلکې د لومړي مېړه له لوري وژل شوې ده.

طالبان په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې د يادې پېښې د اصلي قضيې په تړاو وايي چې: “په آب کمري کې یوه ښځه وه چې خاوند يې په ایران کې وو، ښځه د یوبل کس سره له کوره تښتیدلې وه، بیا یې خپلوانو او د سیمې خلکو فيصله کړې وه چې ښځه دویم سړي ته ور پريږدې، کله چې یې لومړی خاوند له ایران څخه راغي، د اسلامي امارت محکمې ته عارض شو چې ښځه يې بې له دې چې طلاق ورکړي له دویم کس سره واده کړی، د اسلامي امارت ولایتي محکمې قضيه تر څیړنې لاندې ونیوله او د شریعت له حکم سره سم يې ترهغو چې د طلاق اخیستلو شواهد وښودل شي، ښځه له دویم خاوند څخه جلا کړه او د پلار په کور کې يې کښینوله، د محکمې بهیر روان وو، چې دوه شپې وړاندې لومړی خاوند له ۲ نورو مسلحو کسانو سره د ښځې د پلار کورته په شپه کې ورځي او ښځه وژني”.

د دوی په وينا ځينې رسنۍ د طالبانو د بدنامولو کوښښ کوي او هغه خبرونه طالبانو پسې تړي چې دوی پورې اړه نه لري.

طالبانو ويلي، چې د وژل شوې ښځې قاتل يې سره د دوه نورو ملګرو نيولی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبان د ښځې د وژلو په پېښه کې لاس نه لري.

قاري يوسف احمدي وايي، چې رسنۍ او خبريالان دې يو طرفه قضاوت نه کوي او د راپور د راپور له خپرولو وړاندې دې د طالبانو نظر هم له ځان سره اخلي.

تر دې وړاندې هم، ځينو رسنيو په طالبانو باندې ډيری راپورونه د دوی پر ضد بې بنياده لږولي، چې د قضيې له معلومولو وروسته دروغ او يا هم تش افواهات ثابت شوي دي.

که څه هم وسلوالو طالبانو رسنيو ته خبرداری ورکړی، چې د دوی په خلاف غلط راپورونه خپاره نه کړي، خو بیا هم يو شمير غربي او پلورل شوې رسنۍ په دې هڅه کې دي، چې د ميډيا له لارې د درواغ راپورونو پر خپرلو سره د طالب او ولس تر منځ واټن پيدا کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close