طالبان به خود ګټونکي وي

ليکوال: محمدامین « بســـمل »

لکه تېره اونۍ مې چې د درنو لوستونکوخدمت ته د(طالبان ګټونکي ښکاري)ترسرلیک لاندې یوه لیکنه وړاندې کړې وه له نېکه مرغه، چې هغه وړاندوېینه مې رښتیااوطالبانو وګټله.

زه د زړه له کومې دطالبانوددې سیاسي اواخلاقي بري مبارکي لمړی طالبانواوبیا زموږ نومیالي او زمریالي اولس ته وایم.

درنولوستونکو!

تاسوبه په ډېر وبریښناپاڼوکې دپګواش غونډې دمختلیفوګډونوالومرکې اونظریات لوستي وي زه دلته یوازې له کابل څخه د راغلوګډونوالولکه دحامد کرزي دوخت وزیر داودزي، د ولسي جرګې د برحال غړي خواصي اودکابل پوهنتون د استاد ښاغلي ډاکترفیض محمد ځلاند نومونه دریادولای شم، چې هر یوو په ځانګړي ډول د طالبانومثبت، برحق اوقوي دریځ په خپلو مرکواونظریاتو کې څرګند کړ.

لکه لمر، چې په دووګوتونه پټيږي همداسې زموږ دمظلوم خو اتل اولس له حق څخه هم څوک سترګې نشي پټولای.

 له کابل څخه د راغلوکسانو نظریات داپه ګوته کوي، چې ارګ ته ورټېل وهل شوي غبرګیان اوبرګیان مطلق ناچل او د اولس د سرچنګک ځکه دي، چې نه خو د سولې لپاره کومه کړنلاره لري او نه خو د سولې په کیسه کې دي البته په وس یې هم نه ده پوره.

د ارګ خېلو او پنجابیانو څلور اړخیزې یا(څلوربولې)غونډې د سولې نه، بلکې تر پردې لاندې د یولړ نورو کرغېړنو اهدافولپاره په مخ بیول کیږي.

دنن ټکي اسیا د یوو پوښتونکي دلاندنۍ پوښتنې په ځواب کې ښاغلي ډاکترځلاند دطالبانو دریځ په زړه پورې ډول سره روښانه کړی دی:

«نن ټکی اسیا: په ورته وخت کې د پګواش او څلور اړخیزې ناستې دوام څنګه ګڼئ؟ حکومت څلور اړخیزې ناستې ته ډېرې هیلې لري، ستاسې نظر څه دی؟»

ځلاند:دپګواش له کانفرانسه چې مایو برداشت واخیست هغه دا و چې طالبانو دامنلي چې دوی باید د پاکستان له هرډول اغیزڅخه په لريوالي په خپلواکه توګه د تصمیم نیوني مرجع او مرکز ولري. له دې امله د دوی داټینګار چې په قطر کې دې دوی ته ددفتررسمي ادرس برابرشي اودطالبانودقطراستازي د دوی دسیاسي دریځ رسمي کارکوونکي دي، په دې دلالت کوي چې څلوراړخیزه ناسته هسې د وخت ضایعه کول اودافغان حکومت سره دپاکستان دمنافقانه سیاست یوه شومه دسیسه ده. طالبانوپه ښکاره وویل چې دوي له قطر پرته بل چیرته دسولې دناستوتابیا نه لري، خو داچې افغان حکومت له پاکستان سره په څه بحث کوي، د افغان حکومت چارواکي باید افغان ولس ته ځواب ووایې.

 دښاغلي ډاکترځلاندپه څرګندونوکې د طالبانوهیوادپال دریځ له ورایه مالومیږي اودا زما دکلونو کلونو ارمان و اودی، چې افغان مقاومت (رښتیني طالبان) ژرتر ژره د دښمنو پنجابیانو دفشارله ساحې څخه ځانونه وباسي، بل خاصه دطالبانو وتلي او مخور مشران باید دپنجابي استخباراتو دکنترول له ساحې نورو خوندي هیوادونو ته ځانونه ورسوي دانظرمې په داشپږاووکلونوکې بار بار اوپه تکراري ډول له مختلیفو غږیزو او نورو رسنیو څخه دطالبانو تر غوږو ور رسولی خو له بده مرغه، چې په اړوند یې طالبانوکوم جدي عمل نه دی ترسره کړی خوبیا هم دخوښي ځای دی، چې دطالبانو دقطر دفتر غړي په دې ټینګار کوي، چې دفتر یې بایدپه رسمیت وپېژندل شي اودسولې په اړوند ټولې غونډې ددې دفتر له لارې په قطر کې ترسره شي مانا داچې دکابل او پنجابیانوڅلور بولې غونډې کوم ارزښت نه لري یا په بل عبارت طالبان نه غواړي چې پنجابیان دخپلې خوښې سوله پرې وتپي.

دپګواش په غونډه کې دطالبانو بل نارینتوب اواتلولي دا وه، چې په واضحو ټکوکې یې دسولې اوروان ناورین په اړوند ټینګار وکړ چې مخامخ خبرې یوازې او یوازې له امریکا سره شونې دي نه د امریکا له لاسپوڅوسره البته داهم زماهیله اوزمادمخکینۍ لیکنې هغه منځ پانګه وه، چې ډېرزیات لوستونکي یې لرل د«سولې خبرې فقط له امریکا سره اوبس» یې سرلیک و.

دپګواش په غونډه کې دطالبانو بله کامیابي دا وه، چې ارګ خېلودوی په رسمي ډول دسیاسي مخالفینو په حیث وپېژندل اګر چې افغان مقاومت (رښتیني طالبان) د دغوتالیڅټوهیڅ کومه پروانه لري که یې په رسمیت وپېژني اویایې ونه پېژني طالبان یې په کیسه کې نه دي خوبیاهم غبرګ سرواوټیټ سرو خپـله وارخطایي وښوده.

داهم بایدپه پام کې ونیسو، چې دکابل اداره د واشنګټن د ریکلام تخته یاویترین دی یعني په دې ویترین کې هرڅه د واشنګټن په حکم اوهدایت ښودل کیږي نه د ارګ د نشه یانو لخواهغوی خویوازي خوري او خړي.

اوس نوکه له پورتنۍ زاویې ورته ځیرشو په حقیقت کې خوطالبان د واشنګټن لخواپه رسمیت وپېژندل شول نه د کابل د فاسدې ادارې لخواځکه چې دابې کیفایته اداره د داسې چارو جوګه کېدلای نشي.

 د درنولوستونکووخت به نه نیسم لیکنه به مې رالنډه کړم فقط هوښیارو، بیدارو، سرښندونکو، په هیواد میینواورښتینوطالبانوته یوځل بیالیکم، چې بهترینه موقع په لاس درغلې ده اعظمي ګټه ورڅخه پورته کړئ ځکه، چې له یوې خواد اولس ذهنیت د اشغالګرواوتاليڅټوپه مقابل کې په کافي اندازه تور شوی اوله بلې خوادسیمې هیوادونه داشغالګرودا نویونویو دسیسواوترهګریزو پروژو خورا اعصباني کړي دي.

 بس د مورشیدې مو شه ژر تر ژره له دې موقع څخه ګټه پورته کړئ اود امریکا دخیال پلاونولسیزې په سیند ورلاهو کړئ او کولای هم شئ ځکه، چې هم مو الله تعالی ج په طرف دی هم موخپل اولس په طرف دی او هم دسیمې د زورورو دامید سترګې ستاسو په خوا در کږې دي.

اوس که تاسې دخپلو پوځي بریاوو ترڅنګ خپل سیاسي درایت یوڅه نورهم وځلوئ خود به ګټونکي شئ.

امریکا سوله نه غواړي په سوله کې خپل زیان ویني باید په وچ زور یې سولې ته راکش کړئ.

مننه او کور ودانی 

ګران افغانستان دې خپلواک اواتل افغان ولس دې نورهم سرلوړی وي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close