طالبان: تاجکستان سره په پوله، له هیچاسره ستونزه نلرو

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۸) زرغون خوږیاڼی

طالبانو په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د تاجکستان سره په پوله ددوی ځواکونه له هیچاسره کومه ستونزه نه لري.

څو ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د افغانستان ـ تاجکستان سره په ګډه پوله د طالبانو او د تاجکستان سرحدي پولیسو تر منځ نښته شوې ده، چې دواړو خواو ته یو یو وسله وال وژل شوی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په اعلامیه کې ویلي، چې ددوی ځواکونه اجازه نه لري د ګاونډیو هیوادونو له سرحدي پولیسو سره جنجال راپیدا کړي، ویندوی زیاتوي،   موږ دغه راپورونه چې د هرې سرچیني لخوا رپوټ شوي وي په کلکه ردوو.

د موضوع د ارزښت له مخې خپلو لوستونکو ته اعلامیه کټ مټ خپروو:

له تاجکستان سره په پوله د اسلامي امارت مجاهدین له هیچاسره ستونزه نلري

په دا وروسیتو کې د ( سپوتنیک ) په نامه روسي خبري آژانس را پور خپور کړ. چې د اسلامي امارت مجاهدینو د هیواد په شمال کندز ولایت کې له تاجکستاني سرحدي ځواکونو سره شخړه کړې.

موږ په دې اړه تحقیقات وکړل، پنځلس ورځې وړاندې یوې ډلې قاچاقچیانو هڅه کړې وه چې د کندز له لارې د تاجکستان سرحد ته ممنوعه توکي انتقال کړي چې د تاجکي سرحدي ځواکونو لخوا ورسره نښته شوې.

دغه پيښه نه د اسلامي امارت پورې اړه لري، نه د اسلامي امارت مجاهدین اجازه لري چې د ګاونډيو هیوادونو له سرحدی ساتونکوسره جنجالونه راپیداکړي. موږ دغه راپورونه چې د هرې سرچیني لخوا رپوټ شوي وي په کلکه ردوو او د تاجکستان په ګډون ټولو همسایه هیوادونو ته ډاډ ورکوو چې اسلامي امارت همسایه هیوادونو ته د هیڅ راز ضرر رسولو اراده نلري.

البته د کندز ولایت اړوند له تاجکستان سره پوله تر ډيره ځنګلي سیمه ده، چې قاچاقبران ورڅخه ناوړه ګټه پورته کولای شي، اسلامي امارت به هڅه وکړي چې په سیمه کې د ناقانونه قاچاقو په مخنیوي کې هم ترممکنه حده خپل مکلفیت اداکړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۸/۲/۲۸هـ ق

۱۳۹۵/۹/۸هـ ش ــ م2016/11/28

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close