طالبان: ترانسپورټي شرکتونه دې تر امرثاني پورې دکابل-کندهار پر لاره د مسافرینو انتقال بند کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۴)

طالبانو ټولو موټر چلوونکو او عامو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د څو ورځو لپاره دې کابل -کندهار پر لار په لویو بس موټرونو کې تګ راتګ نه کوي.

دغه لاره چې طالبانو یې بشپړ کنترول په لاس کې اخیستی د دولتي ځواکونو پرمخ سخته تړل شوې او ولسي خلکو ته یو شمیر فرعي لارې پرانیستل شوې دي.

طالبانو په کندهار او کابل کې ټولو ټرانسپورتي شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې سر له نن څخه په ملي بسونو کې د کابل او کندهار په لویه لاره د مسافرو وړل راوړل جداً متوقف کړي.

طالبان وایي؛

“ په لاره کې په هرځای کې د سختې جګړې او د دښمن له خوا د بمبارونو احتمال شته، نو د دې لپاره چې خدای مه کړه مسافرینو او عامو افغانانو ته زیان ونه رسیږي، تر امر ثاني پورې دې خپل فعالیت ودروي“

طالبانو ویلي چې د سرغړونې په صورت کې د پيښو مسئولیت د اړوند شرکت په غاړه ده.
د لارې له تړلو سره دولتي چارواکو د طالبانو د ممکنه لوی برید څخه اندیښنه ښوودلې او سیمیزو امنیتي چارواکو ته یې د تیارسۍ حُکم کړی دی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close