طالبان: تیره میاشت تر زرو ډیر دولتي کارمندان راسره یوځای شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۹)

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په تیره اکتوبر میاشت کې یو زر اته نوي (۱۰۹۸) دولتی کارمندان ورسره یوځای شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي ،یوځای شوو کسانو ژمنه ورسره کړې چي نور به له بهرنیانو او داخلي عسکرو سره هیح راز اړیکه نه ساتي.
طالبانو ویلي ،یوځای شویو کسانو ورته ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې او مهمات سپارلي دي.
طالبانو دغه راز ویلي چې دغه کسان د دوی د ارشاد او دعوت کمیسیون په هڅو له دولتي ملاتړ څخه راګرځول شوي او زیاته کړې یې ده چې یوځای شویو کسانو ته یې جایزې ورکړې او د هغوی تود هرکلی  یې کړی دی.
طالبانو په نورو دولت پلوه کسانو هم ژغ کړی چې له مخالفت لاس واخلي او د امریکایانو په ننګه دې د دوی پر وړاندې مقاومت نه کوي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close