طالبان: تیره میلادي میاشت کې سلګونه دولتي کسان راسره یوځای شوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۸)

طالبانو د خپل جلب او جذب کمیسیون د تیرې اګست میاشتې تفصیلي راپور خپور کړی چې په کې د سلګونو دولتي ځواکونو د تسلیمیدو ادعا شوې.
خبرپاڼه وایي، د دعوت ،ارشاد،جلب جذب دکميسيون په هڅو دافغانستان په مختلفوولايتونو کي (877)کسان له بیلابیلو دولتي ارګانونو رابیل او له طالبانو سره یوځای شوي.

طالبانو په یاد تفصیلي راپور کې ویلي،یوځای شویو کسانو ورته (241)میله مختلف النوع وسلې او (12) ټانګونه او مهمات ور وړي او دوی یې هم تود هرکلی کړی.
طالبانو د ټولو یوځای شویو کسانو پیژندګلوي او د اړوندو دندو او سیمو نومونه هم ښوودلي دي.
باید وویل شي، چې طالبان پر هره سیمه تر برید وړاندې هغوی ته د پخلاینې او جوړجاړي بلنه ورکوي ، څو د جګړو او وینې تویدنې پرځای مسالمت آمیزه خبرې نتیجه ورکړي.
طالبان دغه راز په خپلو اړوندو سیمو کې له خلکو غواړي چې باید ځامن یې د امنیتي ځواکونو له لیکو راوباسي او د طالبانو پر وړاندې له وسلوال مخالفت نه لاس واخلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close