طالبان: جاغوري کې “دوه ويشت” کومانډو عسکر وژل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۰)

تيره شپه طالبانو د غزني ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې يوځل بيا په دفاعي پوستو بريدونه کړي چې د طالبانو په وينا په ترڅ کې يې (دوه ويشت) کومانډو عسکرو وژل شوي دي.

سيمه ييزې باوري سرچينې وايي، دغه بريدونه د يادې ولسوالۍ مربوط د انګور بازار په دفاعي پوستو شوي چې امنيتي ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد وايي، د انګور بازار پنځه دفاعي پوستې طالبانو نيولي او د جګړې په ترڅ کې دوه ويشت کومانډويان وژل شوي په وينا يې (جسدونه يې لا هم د جګړې په ډګر پراته دي).

نوموړی زياتوي، په دغه جګړه کې دوه ټانګونه ويجاړ شوي، په زياته اندازه سپکې او درنې وسلې د طالبانو لاسته ورغلي دي.

له تيرو څو ورځو راهيسې د غزني ولايت جاغوري ولسوالۍ شاوخوا دفاعي پوستو طالبانو بريدونه پيل کړي چې د چارواکو په وينا تر اوسه يې د داوود په نوم کلی په بشپړه توګه او ځينې نورې سيمې هم نيولي دي.

ويل کېږي، لا هم په سيمه کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي چې ښکېلې خواوې پکې يو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close