طالبان حکومت ته: که د چورلکې د قربانیانو جسدونه غواړئ، د ابو دجانه جسد راوسپارئ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۱)
د څو ورځو په تېرېدو سره لا هم په فراه کې د طالبانو له خوا په ویشتل شوې چورلکه کې د ناستو دولتي کسانو جسدونه د سره صلیب ادارې ته نه دي سپارل شوي.
طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی تر هغو چې حکومت د جنرال رازق د قاتل (ذبیح الله ابودجانه) جسد نه وي ورسپارلی، تر هغو به د فراه د چورلکې د قربانیانو جسدونه هم له دوی سره وي.
طالبان وایي، دا موضوع یې څو ځله د سره صلیب له ادارې سره یاده کړې، خو لا یې کومه نتیجه نه ده ورکړې.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د دې کار پړه پر حکومتي لوری ور اچولې او زیاته کړې یې ده، ”هیوادوال او رسنۍ دې په جریان کې وي چې د موضوع په اړه اصلي خنډ د دښمن بزدلانه او غیر انساني چلند دی چې مجاهدین يې هم د اجسادو ستنولو ته اړ کړي دي.“
د یادولو وړ ده، څو اوونۍ وړاندې د طالبانو یوه نفوذي بریدګر د کندهار په ولایت مقام کې د امنیې قوماندان جنرال رازق په ګډون یو شمېر کسان ووژل او د درو بهرنیانو په ګډون څو تنه افغان چارواکي ټپیان شول. له دې پیښې څو اونۍ تیریږي ،خو لا هم د طالبانو د نفوذي بریدګر مړی هغوی ته نه دی سپارل شوی او نه هم رسنیو ته ښوول شوی دی.
طالبانو تېره چهارشنبه (لړم ۹مه / د اکتوبر ۳۱مه) د فراه او هرات ترمنځ د جمال غازي سیمه کې یوه چورلکه رانسکوره کړه، چې د ولایتي شورا د رئیس ،غړي او د قول اردو د مرستیال قوماندان په ګډون په کې ټول ۲۸ تنه مهم کسان او عسکر ووژل شول.