طالبان: خلیلزاد له مولوي یعقوب سره نه دي کتلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۷)

طالبانو د اجرایه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې د ملا محمد عمر له ځوی او دطالبانو له مرستیال مشر مولوی یعقوب سره لیدنه کړې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي;

“دا راپور هیڅ حقیقت نلري او موږ یې په کلکه ردوو، د کابل ادارې چارواکې د داسې افواهاتو په خپرولو سره خپله وارخطایي کابو کول غواړي“

طالبانو له رسنیو هم غوښتنه کړې چې د داډول بې اساسه خبرونو له خپرولو دې ډډه وکړي او خپل حیثیت ته دې زیان نه رسوي.

باید وویل شي چې د وحدت ګوند مشر محمد محقق تیره ورځ په یوه مرکه کې ویلي وو، چې زلمي خلیلزاد ورسره نه دي کتلي او نوموړی په دې هکله سخت خواشینی دی
خلیلزاد تیره ورځ په قطر کې له طالب مرکچیانو سره هم کتلي وو او د دواړو لوریو تر منځ پر مهمو خبرو بحثونه شوي وو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close