طالبان دولتي کسانو ته: د امریکایانو د ‘اشغال‘ اصلي لامل تاسو یاست

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۵)

طالبانو په یوه هیښوونکي پیغام کې پر ټولو افغان عسکرو ژغ کړی چې د طالبانو پر وړاندې دې له وسلوال مخالفت څخه لاس واخلي؛ دوی ورته له خپل لوري پوره امن او اطمینان ورکوي.
د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي“ هغه هېواد وال چې تر اوسه هم د امریکایانو په معاش او پالنه د هغوی په خدمت کې د هغوی برنامې په مخ بيايي بايد وپوهېږي او وپوهول شي چې د اشغال تر چتر لاندې د دوی شتون د جنګ او اشغال د تداوم اصلي او تر ټولو ستر لامل دی که هغوی د اشغالګرو له ليکو څخه را ووځي نو په ډېره کمه موده کې به اشغالګر له تېښتې پرته بله لاره ونه لري“

طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال د کامل امنیت راوستو، د بنسټیزو پروژو د پیل او یولړ نورو مهمو کارونو یادونه کړې چې په وینا یې نړیوالو پرې د یوه پرمختللي سوچه اسلامي هیواد د جوړیدو له امله حمله وکړه.
اعلامیه کې د امریکایانو په شتون کې پراخو جنایاتو، دمخدره توکو کرکیلې او قاچاق، د پراخ فساد شتون او د ولسي مرګ ژوبلې زیاتوالي ته هم اشاره کړې چې په وینا یې دا ټول د امریکایي ‘ اشغال‘محصول‘ ده.

دا چې پیغام مهم دی او ډیر څه په کې نغښتل شوي؛ د اهمیت له کبله یې بشپړ درته خپروو.

 

د ملت د یو والي، ویښتابه او له اشغالګرو سره د پریکون په اړه د ارشاد او دعوت کمیسیون اعلامیه
بسم الله الرحمن الرحيم
‍‍‍ الحمد لله وحده والصلوة والسلام علی من لانبي بعده
اما بعد: قال الله تعالی:﴿ لَا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ… الایه – آل عمران : ۲۸ -﴾
ترجمه: مسلمانان دې کافران خپل دوستان نه جوړوي ……
وَقَالَ رَسُولُ اللهِ صلي الله عليه وسلم : الدِّيْنُ النَّصِيْحَةُ.
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: دين خير غوښتنه ده.
قدرمنو هېوادوالو، جهاد پروره، باشهامته مسلمانانو!
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته!
تاسو د اسلامي امارت د واکمنی د اړتياوو او څرنګوالي او همدا راز د امريکايانو د يرغل د عواملو، د هغوی د تبليغاتو، وعدو او په مجموع کې د اوولس کلن اشغال د ټولو صحنو شاهدان ياست، تاسو ته تر هر چا ښه معلومه ده چې امريکايانو او ملګرو يې کله د هېواد او سيمې په کچه د اسلامي امارت او شرعي نظام بې ساری محبوبيت وليد نو د له منځه وړلو لپاره يې مټې را ونغاړلې او د يو څو رکيکو او بې اساسه پلمو په زمزمه کولو سره يې ناتار جوړ کړ، د اسلامي امارت پر ځای يې د ګټور متبادل نظام ډنډورې ږغولې، حال دا چې تر اشغال د مخه اسلامي امارت د خپل ولس په همکاری په دې توانېدلی و چې د هېواد په کچه ناخوالې ختمې کړي او د افغانانو د خوښې يوه بې مثاله اداره را منځته کړي.
د امريکايانو تر يرغل دمخه د اسلامي امارت د بې ساري فعاليتونو څو بېلګې:
ــ طالبانو او مجاهدينو په بې ساري، هر اړخيزو قربانيو سره هېواد له تجزيې او ملوک الطوافۍ څخه وژغوره.
ــ زور واکي، اختطاف، کلي په کلي خپل منځي جنګونه او پاټکونه يې له منځه يووړل د هېوادوالو ستر ارمان د بې مثاله امن را منځته کېدلو سره ترسره شو.
ــ د شريعت په نافذولو سره په کمه موده بې شمېره جرمونه لکه: زنا، لواطت، بربنډتوب، غلا، غصب، قتلونه، اختطاف، رشوت او هر ډول ظلمونه له منځه ولاړل، د شرعي جرم د ثبوت په مهال زورور او کمزوری، امير او فقيرته بې تفاوته ټاکلې سزا ورکول کېده.
ــ د جاسوسی، پردي پالی، زندقيت، د يهودو او نصاراوو د تقليد او د پردي فرهنګ د خپلولو تصور له هېچا سره وجود نه درلود.
ــ دکوکنارو کر کيله د اميرالمؤمنين د يو فرمان په صادرولو او د ولسونو تاريخي استقبال او اطاعت سره سمدستي په ټول هېواد کې بنده او ختمه شوه.
ــ د دولتي ادارو تر منځ د سالم رقابت له مخې دا هڅه عامه وه چې په کمترين وخت کې بې رشوته او بې واسطې د مراجعينو مسئلې او اړتياوې په ورين تندي حل کړي.
په نظام کې د نظم، اطاعت او هم آهنګی حال دا و، چې د وزيرانو، واليانو او هر ډول عالي رتبه افسرانو ګوښه کول او تبديول ساده او عادي کار و پرته له شکايت او مايوسی په يو فرمان لس تنه وزيران هم بدلېدل.
اسلامي امارت چې فتنه اچونکي او شر خوښوونکې ډلې کمزورې او کابو کړې نو سمدستي يې د هېواد د بيا رغولو چارو ته مخه کړه:
الف : د سرکونو په رغولو او پخولو يې شروع وکړه او ورځ تر بله يې ساختماني وسائل زياتول او د ځينې معتبرو شرکتونو پام يې را اړولی و.
ب : له ترکمنستان سره يې د برق قرارداد وکړ.
ج : د پايپ لين غزولو ټاپي پروژه باندې يې مرحله وار خبرې روانې کړې وې.
د :د ګرځنده تليفون سيستم د تنصيب او برحاله کولو په منظور شرکتونو سره خبرې او قرار دادونه شوي وو.
هـ : د لويو او کوچنيو بندونو،ساختماني شرکتونو، تعميراتي پروژو، بريښنايي او توليداتي فابريکو رغولو او جوړولو په موخه له ځينو شرکتونو سره خبرې روانې وې او د ځينې قراردادونو مراحل طی شوي وو.
و: د شاړو ځمکو د ابادولو، باغونو او ځنګلونو ته د ودې او پراختيا او هېواد والو ته د کار موندنې په خاطر پلانونه او نقشې بشپړ شوې وې، د مستقلو فرمانونو له مخې کاري ټېمونه توظيف شوي او په ځينو سيمو کې لاس په کار شوي وو.
ز: اسلامي امارت د نورو ناخوالو د ختمولو په ترڅ کې په ميراث پاتې اقتصادي بحران د له منځه وړلو لپاره هم بنسټيزو فعاليتونو ته مخه کړې وه، د قرارداد له مخې نوي بانګ نوټونه جرمني کې چاپ ته برابر و، دا چې د حامدکرزي د واکمنی په لومړيو کې په لومړنيو بانګ نوټونو باندې د اسلامي امارت ليبل وليدل شو دا د دې خبرې ستر ثبوت دی.
تر اشغال وروسته د هېواد سياسي، ټولنيز او اقتصادي ناخوالو ته لنډه کتنه:
ټول ګران هېوادوال اوس په دې باوري دي چې امريکايان هېڅکله هم د افغان متدين ولس خواخوږي نه شي کېدای، هغوی که يو مهال د خلکو د فريب په مقصد د بشر دوستۍ او خير غوښتنې دعوې کولې نو اوولس کلنه د اشغال دوره کې د هېواد هر وګړي ته جوته شوه چې د هغوی ستراتيژي او ټول اقدامات او د هېواد د مذهبي، سياسي، ملي، ټولنيز، اقتصادي، علمي،کلتوري او ټولو عليا منافعو په خلاف دي، د بېلګې په توګه ويلای شو چې:
۱ــ امريکايانو د منظم پلان له مخې هېواد د تجزيې پولو ته ورنژدې کړی.
۲ــ په پرلپسې توګه هڅه کوي چې افغانان د احتياج او غلامی په جال کې بند وساتي.
۳ــ غواړي چې مسلمان ولس بايد تل لپاره د غربت، افلاس او مجبوريت په ګرداب کې پاتې وي.
۴ــ د زرګونو مؤسساتو، شبکو او چينلونو په مټ هڅه کوي چې عام مسلمانان او په ځانګړې توګه نوی نسل او مېرمنې بې لارې، له مذهب او ښو اخلاقو څخه منحرف کړي.
۵ــ دنړيوال بشري قوانينو پر خلاف د نشه يې توکو توليد او استعمال ته يې ازادي او وده ورکړې.
۶ــ د حفظ الصحې د منشور خلاف په شرابو، افينو، چرسو اوغيره منشياتو د اخته کسانو شمېره ورځ تر بلې زياتېږي او همدا راز (په جنګ کې) د باروتو او کمياوي توکو د استعمال او د فحشاء د زياتوالي او جنګي ناخوالو څخه د را پيدا شويو خطرناکونو امراضو فيصدي افسوس ناک حالت ته رسيدلی او لا په بيړه د پرمختګ په حال کې ده.
۷ــ پر هېواد يې داسې نظام مسلط ساتلی چې د نړۍ په کچه په رشوت او اداري فساد کې دويم مقام لري.
۸ــ د محاکمو په شمول يوه اداره هم هېڅ ډول کار له رشوت پرته نه اجراء کوي.
۹ــ د اختطاف، اختلاس، غصب، او ناقانونه قاچاق پروسه يې د روزل شويو او ګمارل شويو زورواکانو او مافيايي کړيو په توسط جاري ساتلې.
۱۰ــ د هېواد د هغو مېشتو اقوامو تر منځ چې سوونه کاله يې د وروګلوی او اعتماد په فضا کې ژوند کړی، د نفاق او عصبيت تخم کرلو سره فاصلې را منځته کړي او دې سره غواړي چې مسلمان ولس په خپل منځ کې د مذهبي او سمتي طويل المدت شخړو په لعنت لتاړ کړي.
۱۱ــ د نويو او باطلو ډلو او احزابو په را منځته کولو سره د رښتينو او اصيلو افغانانو حيثيت او اغېز ضعيف کړي.
۱۲ــ تصميم لري چې هېواد د سيمې په کچه داسې حالت سره مخ کړي چې د دوی له منافقانه مداخلې پرته ګذاره ناشوني وي.
۱۳ــ امريکايانو په قصدي توګه له هر ډول جنايتونو سره روږدي بې همته او سست عنصره اشخاص په لوړو منصبونو او په ځانګړي توګه عسکري جزوتام کې ګمارلي تر څو د هغوی په مټ د اصيلو افغانانو وينې ځبيښلو او نورو شومو پلانونو عملي کولو ته داوم ورکړي.
۱۴ــ هڅه کوي چې د هېواد معدنيات لوټ او په لنډه موده کې افغانستان له قيمتي زيرمو څخه تش کړي.
۱۵ــ ملي او مذهبي شخصيتونه زياتره د مبهم قتلونو په وسيله له منځه وړي.
۱۶ــ مدارس بمباروي، دينداره او شريفې کورنۍ د شپنيو عملياتو په نتيجه کې ځپي او کورونه يې يو مخ ړنګوي.
۱۷ــ د متدينو افغانانو، بازارونه، دوکانونه،کلي، باغونه او شتمنی له ترهګری سره د تړاو په پلمه له منځه وړي.
۱۸ــ د امريکايانو او د هغوی د روزل شويوکسانو له خوا د وحشتونو له امله له خپلو سيمو څخه د اصيلو او دينداره افغانانو د تېښتې او مهاجرت په لړۍ کې د تشويش وړ زياتوالی را منځته شوی او لا په ډېره تندی د پرمختګ په حال کې ده.
د اشغال د ختمولو او هېواد د سياسي، ټولنيز او اقتصادي حالت د سمولو لنډه او معقوله لار:
امريکايان پورته ياد شوي او يا دېته ورته نور بدنام پلانونه د غولېدلو افغانانو په مټ او مرسته پر مخ بيايي.
دا چې ګران هېواد ته له دې تاريخي بهران څخه څنګه نجات ورکړل شي، د دې لپاره يوازينۍ مسلمه او معقوله لاره دا ده چې له غفلت څخه کار وانه خيستل شي فرصتونه ضائع نکړل شي او په دوامداره توګه د هغوی په مقابل کې د جهاد او برحق مبارزې صفونه تقويه کړل شي.
دا چې د اوولس کلن سپيڅلي جهاد او بې سارو قربانيو په نتيجه کې دا مهال امريکايان ستړي، مات او له ځينو سترو شومو پلانونو څخه د لاس په سر کېدو حالت کې دي، لازمه ده چې د هغوی د هر ډول شر او ضرر څخه د خلاصون په مقصد هڅې زياتې او عملي اقدامات لا توند او ګړندي کړل شي.
هغه هېواد وال چې تر اوسه هم د يرغلګرو په معاش او پالنه د هغوی په خدمت کې د هغوی برنامې په مخ بيايي بايد وپوهېږي او وپوهول شي چې د اشغال تر چتر لاندې د دوی شتون د جنګ او اشغال د تداوم اصلي او تر ټولو ستر لامل دی که هغوی د اشغالګرو له ليکو څخه را ووځي نو په ډېره کمه موده کې به اشغالګر له تېښتې پرته بله لاره ونه لري.
له دې امله هغوی ته يو ځل بيا تاکيداً بلنه ورکول کېږي چې د اسلامي امارت مجاهدينو سره دې اړيکې ونيسي، د دعوت وارشاد او جلب وجذب ادارې څخه دې امن ليکونه ترلاسه کړي او بېرته دې د خپلو مسلمانانو ورونو تر څنګ خپل عادي ژوند پيل کړي.
لکه څرنګه چې تېرو کلونو کې په لسګونو زره خلک د کابل ادارې څخه را جلا شوي، د خپل ولس په منځ کې اوسېږي او په ډاډمنه فضا کې د خپلې خوښې ژوند تر سره کوي.
دوی ته هم ډاډ ورکول کېږي چې اسلامي امارت يې د سر، مال او عزت ضامن دی او د يو افغان په توګه د خپلواک او پتمن ژوند ټولو حقونو څخه به برخمن وي.
وَاللَّهُ عَلَى مَا نَقُولُ وَكِيلٌ. والسلام.
د دعوت ،ارشاد، جلب اوجذب کمېسيون عمومي رياست
۲۸/۳/‍۱۴۴۰هـ ق
۱۵/۹/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/12/6م

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close