طالبان : دګرشک په نهرسراج کې د محلي پولیسو قومندان سفرمحمد د ۴ نورو قومندانانو په شمول وژل شوی دی

کابل ټکی کام ۱۳۵۹غبرګولی۹ عبدالهادي همت
طالبانودیوې خبرپاڼي په په خپرولوسره خبرورکړی دی، چې تیره شپه ۱۰ بجې د هلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ دنهرسراج په سره شاخ سیمه کې دپولیسو په پنځو ۵ امنیتي پوستو وسلوال بر یدونه ترسره کړل، چې جګړې تر ډیره دوام وکړ، په پایله کې پنځه واړه پوستې په بشپړه توګه ونیول شوې، چې د يوې پوستې د محلي پولیسو قومندان سفرمحمد سره له ۴څلورو نورو قومندانانو او۳۰ پولیسو سره یو ځای ووژل شول .
عیني شاهدانو هم په سیمه کې کابل ټکی کام ته ویلي دي، چې جګړه شدیده وه او تر ډیره په سیمه کې د غټو وسلو غږونه اورېدل کیدل، عیني شاهدانو داهم وویل چې په وژل شوو قومندانانوکې دمحلي پولیسو قومندان سفرمحمد هم و، چې له ډیري مودې راپه دېخوا د اربکیانوپه لیکوکې قومندان پاته شوی .
د یادې جګړې په اړه دولتي چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي.