طالبان: د اشغال غوندې مهمه مسئله باندې له“بې اختیاره جهتونو“سره خبرې بې ګټې دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۵)

طالبانو یوځل بیا هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې راتلونکې اونۍ به د دوی او افغان حکومت د استازو تر منځ د سولې مخامخ خبرې پیل شي.
طالبانو ویلي چې داسې پروسه په کوم ځای کې نه لري او “ د کابل ادارې بیلابیل ارګانونه او افراد غواړي په داسې آوازو سره عامه اذهان مغشوش کړي“
د سولې شورا د دارالانشا مشر اکرم خپلواک څو ورځې وړاندې ولسي جرګې ته وویل، چې له وسلوالو طالبانو سره خبرو ته نږدې شوي او تر راتلونکې اونۍ پورې به له دې ډلې سره مخامخ خبرې پیل کړي، خپلواک د خبرو د دقیقې نیټې او ځای په هکله څه نه و، ویلي.
طالبانو ویلي چې د مذاکراتو په اړه څرګنده پالیسي لري چې په کراتو یې اعلان کړې، “اساسي مسئله له اشغالګرو سره د اشغال په سر ستونزه ده چې د ټولو ستونزو مور بلل کیږي.“
ذبیح الله مجاهد یوځل بیا ټینګار کړی چې خبرې یواځې د جګړې له اصلي لوري سره کوي او له افغان حکومت سره یې خبرې بې ګټې بللې
“د اشغال غوندې په مهمه او کاملا بهرنۍ مسئله باندې له بې اختیاره جهتونه سره خبرې بې ګټې دي.“

مجاهد پر خلکو غږ کړی چې دې ډول خبرونو ته دې اعتنا نه کوي او دا ډول ادعاوې یې د حکومت بې وسي او وارخطايي بللې .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close