”طالبان د افغانانو د زړونو د ګټلو لپاره جنګېږي“

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۰۳)

طالبان د افغانانو د زړونو د ګټلو لپاره جنګېږي:

محترمه اشلي جکسن د امریکا په مشهوري سیاسي مجلې فارن پالیسي (خارجي پالیسي) کي د سپټمبر پر ۱۲ مه باندي لیکي طالبان غواړي چي د امریکا په زور په کابل کي د نصب سوي حکومت څخه د حکومتولي میدان وګټي.‌

لیکواله علاوه کوي د لوګر د چرخ ولسوالي د افغانستان یوه ټپیکل کلیوالي سیمه ده. هلته صنعت هډو بېخي نسته. د چرخ د ولسوالۍ ۴۸۰۰۰ اوسېدونکي په زراعت ګوزران کوي. فقر عام دئ. د چرخ بېکاره ځوانان نورو سیمو ته د کار پیدا کولو لپاره ځي، او بیا خپل ناچیزه معاش خپلو کورونو ته وراستوي.

خو د چرخ ولسوالۍ ته یو جدي او دقیق نظر دا ځای د افغانستان د نورو سیمو څخه رابېلوي. ځکه دلته د ولسوالۍ حاکمان او مامورین په عمومي توګه منصف او پاک دي، او دا په داسي حال کي چي د افغانستان حکومت په جهان تر ټولو فاسد او رشوتخوره حکومت دئ.

د څرخ اوسېدونکي وايي چي جنایت خورا کم دئ. د ګاونډیانو تر مینځ شخړي نادري دي،‌ او کله چي کومه خپلمینځي لانجه راپیدا سي، ولسوال او قاضي ئې خورا چټکه فیصله کوي. د صحت عامي یو مامور په منظمه توګه پر کلینکونو باندي ګرځي، ‌څو هم د دوا درمل موجودي واخلي او هم ډاکټران او نرسان خپلي وظیفې سمي اجرا کړي. په ټوله ولسوالۍ کي مکتبونه خلاص دي، معلمان او متعلمین پر وخت مکتب ته ځي. حال دا چي په نورو ولسوالیو کي غیرحاضري او مکتب ګریزي عامه ده.

البته د کاغذ پر مخ، د چرخ د ولسوالۍ موفقیت به داسي تعبیر سي چي ګواکي د امریکا په زور نصب سوی د جمهورریس اشرف غني حکومت بالاخره ښه حکومتوالي له کابله نورو سیمو ته غځولې ده. خو واقعیت دا دئ چي د غني حکومت د چرخ د کامیابۍ په برخه کي هیڅ نقش نه لري، ځکه د چرخ ولسوالي همدااوس د طالبانو لخوا اداره کېږي. پدې ولسوالۍ کي ښاروال او یوازنی قاضي د طالبانو مامورین دي. او نور مامورین، معلمان، ډاکټران او نرسان د کابل د حکومت معاش خوري، خو د طالبانو تر فیلټر او انتخاب وروسته مقررېږي.

که څه هم پدې وروستیو کلونو کي امریکایانو خپلو بمباریو ته کش ورکړی دئ، خو طالبانو د افغانستان په ټولو کلیوالي سیمو کي خپل د پام وړ نفوذ ساتلی دئ. او هغوی شپه او ورځ زیار باسي چي د اشرف غني له حکومت څخه په ښه حکومتوالي کي میدان وګټي.

دا چي طالبان اوس هڅه کوي چي ښه حکومتوالي برابره کړي،‌ ښايي ځیني خلګ حیران کړي، ځکه کله چي په ۱۹۹۰ کي هغوي په قدرت کي ول، د هغوی حکومتوالي خشنه او ظالمانه وه. پدې کلونو کي هغوي د انجونو مکتبونه بند کړي ول، او ښځي ئې په سټیډمونو کي اعدامولې. حتی تر ۲۰۰۹ پوري، طالبانو معلمان وژل، مکتبونه ئې سوځول، او د خیرییه موسساتو پر کارګرانو ئې حملې کولې.

خو نن ورځ، طالبان کوښښ کوي چي د یو مشروع سیاسي جریان په څېر تبارز وکړي،‌ او دا وښيي چي ملک اداره کولای سي. څرنګه چي اوس امریکا غواړي له کلیوالي سیمو څخه افغان عسکر راوباسي، طالبان همدا خلا ډکوي. هغوی نور ښورښیان نه دي، بلکي هغوی اوس یو موازي حکومت دئ چي خپل راتګ ته انتظار باسي.

د طالبانو د همدې حیرانونکی څرخ د پوهېدلو لپاره باید ۲۰۱۴ ته ولاړ سو. کله چي په ۲۰۱۴ کي په زرهاوو امریکايي عسکر له افغانستانه وتل شروع کړل، دا پروسه د طالبانو لپاره په عین زمان کي هم ریسک او هم فرصت وو. طالبان په ۱۹۹۶ کي د ورته شان اوضاع سره مخامخ ول. هله هیڅ ډول مرکزي حکومت نه وو، او طالبانو له هغې سیاسي خلا څخه ګټه پورته کړه، او قدرت ئې ونیو.

خو دا ځل طالب مشران پدې پوهېږي چي د دې پر ځای چي پر مکتبونو او کلینکونو باندي حملې وکړي، باید په عوض کي همدا موسسات خپل کړي. که چیري دا کار وکړي، هغوی به محلي خلګو ته ضروري خدمات برابر کړي، او هم به حکومت بې اعتباره کړي.

طالبان تدریجا پدې پوه سول چي تشدد او مرګ ژوبله د هغوی محبوبیت ته صدمه رسوي، او باید خپل روش بدل کړي. هغوی په ټول افغانستان کي د افغان امنیتي قواوو سره غیر رسمي د اور بند موافقې وکړې. حکومتي عسکرو به د ورځي لخوا پوستې اداره کولې، او د شپې لخوا به طالبانو اداره کولې.

همدې حالت د افغانستان په کلیوالي سیمو کي ضمني امنیت تامین کړ. په کندوز کي یو طالب قومندان وايي،«طالبان پخوا خشن ول، خو اوس هڅه کوي چي یو بل متفاوت مخ ښکاره کړ. طالبان باید دا وښيي چي تر حکومت هر کار ښه کولای سي.»

طالب چارواکي وايي چي دا تغییر ملا منصور راوست. هغه په یوه حساس وخت کي د طالبانو مشرتوب تر لاسه کړ. ملا عمر په ۲۰۱۳ کي مړ سو، او په ۲۰۱۴ کي امریکا له افغانستانه د خپلو عسکرو د راایستلو لړۍ پیل کړه. د هلمند یو طالب چارواکي وايي،«منصور د حکومت، د سولي، او د نور شیانو په اړه زموږ افکار چورلټ رابدل کړل.»

منصور طالبان له یو بغاوت څخه په یوه موازي حکومت باندي بدل کړل. هغه حکومتي موسسات تقویه کړل. هغه د ملکي تلفاتو په هلکه یو کمیسیون وټاکی. تاجیک او اوزبک طالبان ئې په رهبري شورا کي داخل کړل، څو د طالبانو نفوذ د افغانستان په نورو اقوامو کي هم پراخ کړي.

منصور هڅه کوله چي د طالبانو غورځنګ د جنګ راوروسته ژوند ته چمتو کړي. هغه طالبان د قدرت د تقسیم لپاره چمتو کړل. منصور په قطر کي‌ د طالبانو د دفتر د خلاصولو سخت حمایت کاوه، او تل ئې کوښښ کاوه چي‌ طالبان د خبرو لپاره آماده سي.

که څه هم په ۲۰۱۶ کي متحده ایالاتو ملا منصور وواژه، خو د هغه ویژن او مفکوره ژوندۍ پاته سوه. طالبان اوس زیاتره وخت هڅه کوي چي د سیمو د نیولو پر ځای د کابل حکومت وشرموي، او خلګ ترې راجلا کړي. طالبان کوښښ کوي چي خپل نفوذ د عدالت او قضا د خورولو له لاري په کلیوالي سیمو کي خور کړي.

کله چي د طالبانو نفوذ او قدرت په یوه سیمه کي زیات سي، هغوی تدریجا خپل موازي حکومت هلته تاسیس کړي، او د مالیاتو څخه نیولي بیا د برق تر محصول پوري راغونډوي، او ملکي مامورین استخداموي. طالبان اوس حتی د کندوز په ښار او لښکرګاه کي د خلګو او دوکاندارنو څخه مالیات راټولوي، او د خلګو تر مینځ دعواوي فیصله کوي.

طالبان هڅه کوي چي دولتي منابع ترلاسه کړي، او بیا همدا منابع د خپلو اهدافو لپاره وکاروي. طالبان ځکه پدې برخه کي موفقه دي چي د کابل حکومت نهایت فاسد او مات او ګوډ‌ دئ. د حکومت ۸۰ ٪ فیصده معلمان باید د استخدام لپاره رشوت ورکړي.

د چرخ د ولسوالۍ یو پخوانی معلم، جمال، وايي، «حکومت پدې تېرو ۱۰ کالو کي هیڅ هم و نه کړل، خو طالبانو زموږ مشکل سمدستي را حل کړ.»

جمال ځوان هلک وو چي په ۲۰۰۷ کي طالبان په لوګر کي د هغوی کلي ته ورغلل. هغه مجبوره سو چي د جنګونو له وجی خپل کلی پرېږدي. خو کله چي د جمال کورنۍ ورته وویل چي په کلي حالات بهتره سوي دي، او امنیت ښه سوی دئ، ځکه طالبان حاکم سوي دي، جمال هم بېرته خپل کلي ورغلی.

د جمال د مکتب پخواني مدیر هغه طالبانو ته ور معرفي کړ،‌ او طالبانو د جمال سابقه چیک کړه. کله چي طالبان پدې مطمین سول چي جمال د حکومت مخبر نه دئ، طالبانو هغه د کلي د مشرانو شورا ته ور معرفي کړ. د کلي مشرانو جمال وزارت معارف ته معرفي کړ، او وزارت معارف هغه په کلي کي معلم مقرره کړ.‌

د جمال معاش د معارفو وزارت ورکوي، خو طالبان د هغه امرین دي. طالب چارواکي مدام پر مکتبونو باندي ګرځي او تفتش ئې کوي. عین نظام په روغتونو کي هم جاري دئ. طالبان د روغتونونو نظارت کوي، خو حکومت ئې معاش ورکوي.

د کابل حکومت نه غواړي چي د طالبانو سره همدا معامله په عامه توګه ومني، او مدام وايي چي هغوی وظیفه لري چي خپلو خلګو ته خدمات برابر کړي. د صحت عامي د وزارت ویاند ښاغلی مجروح وايي،«هغه خلګ چي د طالبانو تر کنټرول لاندي سیمو کي ژوند کوي، هغوی خپله طالبان نه دي. د روغتیا وزارت متعهد دئ چي ټولو افغانانو ته صحي خدمات برابر کړي.»

هغه وايي په هغو سیمو کي چي د صحت چارواکي د مشکل سره مخامخ کېږي، هغوی همدا لانجې د محلي مشرانو په مرسته فیصله کوي.

هیڅوک پدې نه پوهېږي چي طالبان د ملک پر څونه فیصده خاوري باندي تسلط لري. ناټو وايي چي‌ طالبان د هیواد پر ۱۴ ٪ فیصده ولسوالیو باندي کنټرول لري. خو بي بي سي وايي چي په ۷۰ ٪ فیصده ولسوالیو کي ازادنه فعالیت کوي.

د «تسلط» او «آزادنه فعالیت» اصطلاحات په مشکله تصورېدلای سي، خو حقیقت دا دئ چي طالبانو اکثره مهمي ولسوالۍ محاصره کړي دي. له کابله هر طرف ته فقط د یو ساعت سفر تاسي د طالبانو سیمو ته رسوي. د کابل په شاوخوا سیمو کي طالبان مالیات ټولوي، او د حکومت د نفوذ ساحه ورته ټاکي.

پدې وروستیو وختونو کي چي ما د طالب چارواکو سره خبري کړي دي، هغوی راته ویلي دي چي طالبان کامله فتح نه غواړي، بلکي د سولي معامله غواړي. په هلمند کي، د طالبانو همدا ادعا ښه مثالونه لري. د کابل حکومت وايي چي د هلمند ۸۵ ٪ فیصده خاوره د طالبانو تر کنټرول لاندي ده، او محلي خلګ موسی کلا ته د طالبانو پایتخت وايي.

کله چي زه لښګرګاه ته ولاړم، د هلمند پخواني ګورنر، حیات الله حیات، ما ته یوه دوسیه راښکاره کړه چي د طالبانو زیات خطونه پکښې خوندي سوي ول. د هغوی په خطونو کي له حکومت څخه د کلینکو، روغتونونو، او انکشافي پروژو غوښتنه سوې وه. کله چي ما له حیات الله حیات څخه وپوښتل چي ولي د یاغیانو سره مرسته کوي، حال دا چي همدا ښورښیان ستاسو له حکومت سره په جنګ کي دي. هغه راته وویل، «هغوی دا سیمي د تشدد له لاري نه سي کنټرولای، هغوی حکومتي خدمات نه سي برابرولای. هغوی نه استعداد لري، او نه هم ویژن لري. د دغو سیمو اوسېدونکي پوهېږي چي د هغوی حکومت دا خدمات ورته برابروي.»

په هلمند کي یو طالب چارواکي وايي، «خلګ پر طالبانو باندي انتقاد کوي چي د ۱۹۹۰ په کلونو کي موثر نه ول، خو هله چي موږ په قدرت کي‌ وو، موږ سره هیڅکله پدې ډول مرسته نه کېدله. که چیري موږ بېرته په قدرت کي سو، تاسي به ګورئ چي موږ د بین المللي مرستو څخه څرنګه ښه استفاده کوو.»

خو د زیاتو خلګو لپاره د طالبانو بیا راتګ ډارونکی دئ. که څه هم طالبانو په ځینو برخو کي خپله پالیسي بدله کړې ده، خو اوس هم د طالبانو په سیمو کي نجوني د بلوغ وروسته مکتب ته نه ځي. نارینه مجبوره دي چي ږیره ولري، افغاني جامې واغوندي، او مسجد ته ولاړ سي. پر هغو خلګو چي حکومت ته د مخبرۍ الزام لګېدلی وي، هغوی سمدستي اعدامېږي. اکثره خلګ په دوامداره بېره کي ژوند کوي.

په پای کي، د افغانستان د کشالې د حل لپاره د طالبانو سره مخامخ خبري کول یوازنۍ لاره ده. مګر دا پروسه به اوږده وي. په داسي حال کي چي دپلوماتان او سیاسي مبصرین پر دې باندي سوچ کوي چي د قدرت د ویشلو میکانیزم به څرنګه وي، خو په افغانستان همدااوس دوه موازي حکومتونه څنګ پر څنګ ژوند سره کوي.

 The Taliban’s Fight for Hearts and Minds

ـــــــــــــ

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close