طالبان: د افغان ځواکونو د وژلو طرفدار نه یو؛ او په مرګ یې خواشیني یو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۵)

 

طالبانو په یوه خپره شوې اعلامیه کې د افغان سرتیرو پر وژلو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې که هغوی یې پر وړاندې له جګړې  او د نړیوالو ځواکونو له ملاتړ لاس په سر شول، دوی یې د وژلو طرفداري نه کوي.
اعلامیه کې ویل شوي ؛ “عسکر، پولیس او اربکیان په هره سیمه کې که وغواړي چې له مجاهدینو سره تماس ونیسي، ورسره یوځای شي، مجاهدین يې هر کلی کوي“
طالبانو د امنیت شورا له خوا د تازه دمو تهاجمي عملیاتو د پیل اوازې تبلیغاتي هڅې بللې او ویلي یې دي چې دا ډول خبرې نه د دوی پر مورال اثر کولای شي، نه یې د ځپونکو عملیاتو مخه نیولای شي، نه حکومت خپل تلفات پرې کمولای شي اونه هم د جګړو په کرښو کې د دولت پلوه ملیشو په نفعه کوم بدلون راوستلای شي.
طالبانو پر افغان ځواکونو ژغ کړی چې د خپلو په فساد ککړو مشرانو په امر دې خپل خوږ ژوند په مرګونو ګواښونو کې نه اچوي او له جګړو دې لاس واخلي.
په دغه اعلامیه کې د افغان سرتیرو د مرګ ژوبلې پړه خپله پر عسکرو ور اچول شوې او ویل شوي چې “افغان ځواکونو د دښمنۍ لاره غوره کړې، د امریکایانو په مخ کې دريدلي او د څو پيسو لپاره خپل ژوندي، کورنۍ، مور او پلار، ښځې او اولادونه د غم او وير په ټغر کښينوي“

طالبان داسې مهال دا اعلامیه ورکوي چې تر دې وړاندې یې هم په ځلونو ټینګار کړی و،  چې د افغان عسکرو پر وړاندې جګړه د دوی انتخاب او اصلي مو خه نه ده؛ بلکې غواړي بهرنیان په نښه کړي؛ خو دا چې تر بهرنیو ځواکونو وړاندې افغان سرتیري د طالبانو پر وړاندې جګړییز عملیات مخته وړي، نو مجبور دي چې لومړی یې داخلي ملاتړ په نښه کړي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close